د افغانستان د ۲۰ اووره کرکټ د ملي لوبډلې مشر راشد خان وايي له بنګلادېش سره یې سیالي سخته وه خو افغان لوبغاړو په دې باور لوبه کوله چې بریا به د دوی په برخه وي. نوموړي له سیالۍ وروسته رسینو ته په وینا کې وویل چې په هغې سیالۍ کې څو واره داسې موقعې راغلې چې د کتونکو په اند دوی د بايللو خوا ته روان و