د پاکستان باغوانان وايي دا کال د امونو لږ او خراب حاصل اندېښمن کړي دي. دوی وايي، امونه د پاکستان پېژندګلوي او د ګټې لویه ذریعه ده خو د اب و هوا (اقلیم) بدلون، مسلسلو بارانونو او ډېرې ګرمۍ مېوې ته بېلابېل مرضونه پیدا کړي دي چې له وجې یې په نړیوال بازار کې ارزښت په کمېدو دی.