د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د تورخم لارې تړل کېدو لاملونو او پر خلکو او سوداګری يې اغېز ته ځانګړی شوی دی. د تورخم ور د فبرورۍ پر ۲۱مې د پاکستانیو او طالب ځواکونو ترمینځ د پوستې د جوړولو پر سر د لانجې له وجې تړل شوی وو چې د مارچ پر پینځمه هم بند وو. تر اوسه د دواړو غاړو ترمینځ د لارې د پرانیستو په اړه شويو مذاکراتو نتیجه نه ده ورکړې. البته په تېرو ورځو کې څو ځلې د پاکستان او د طالبانو حکومتي سرتېرو ترمینځ پر تورخم نښتې شوې دي. بشپړ بحث وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
سه شنبه ۱۱ مارچ ۲۰۲۵
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو ستونزو ته ځانګړې شوې ده. خبریالان وايي چې د پاکستان حکومت ورته د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر ۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه د وتلو امر کړی دی. دوی فیصله کړې ده چې د حکومتي اقدام پر ضد به د پاکستان په سپریم کورټ کې درخواست دايروي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۳۰۰ خبریالان پاکستان ته کډه شوي ول چې پکې نېږدې ۲۰۰ يې کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو ته تللي دي. بشپړه خپرونه وګورئ.