پېښور ـ د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي، په بنو او لکي مروت کې په دوو نورو ماشومانو کې د پوليو وايرس مخې ته راغلی دی.
له دغو دوو نورو کیسونو د مخې ته راتلو نه پس په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پولیو د مثبتو کیسونو شمېره ۶۶ ته پورته شوې ده.
د حفاظتي ټيکو او څاڅکو ورکولو د صوبايي ادارې مشر ډاکتر سيلم خان د نومبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې په راتلونکې مياشت کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين پيلوي او د پروپيګنډې له وجې دې کمپاين ته نقصان رسېدلی دی.
چارواکي د دې معذورونکي وايرس د خورېدو وجه په خلکو کې د عامه پوهاوي نه موجوديت ښايي.
په ځينو ځايونو کې خلکو د ګوزڼ ناروغۍ ویکسينو کمپاينونه نه وو پرېښي او ويلي يې وو چې لومړی دې ورته حکومت ځيني بنيادي کارونه لکه د بجلۍ برابرول او سړکونو جوړول وکړي. چارواکي وايي ويکسين د داسې کارونو سره تړل غلطه خبره ده.
د سرکاري شميرو ترمخه په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د پوليو د ناروغانو شمير ۱۲ وو خو سږ کال تراوسه په ټول هېواد کې د پوليو ۸۸ کيسونه مخې ته راغلي چې د ۶۶ ناروغانو تعلق له خيبر پښتونخوا سره دی.
د فېسبوک تبصرې