د لاسرسي ځای

تازه خبر

قومي مشران: د راجګل د کډوالو ستنېدو دویم پړاو راتلونکي پسرلي کې پیلېږي


د خیبر له راجګل سیمې څخه د عملیاتو له وجې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ کډه شوې وې - پخوانی انځور.
د خیبر له راجګل سیمې څخه د عملیاتو له وجې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ کډه شوې وې - پخوانی انځور.

د خیبر د تیرا د راجګل سیمې مشران وايي، له امنیتي او انتظامي چارواکو سره یې په جرګو کې موافقه کړې ده چې خپلو کلیو او کورونو ته کډوالو د ستنولو دویم پړاو پیل شي.

د کوکیخېلو قومي کمېټۍ یوه مشر عرفان الله اپرېدي د ډېسېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې چارواکي ورسره سلا شوي دي چې د راجګل د کډوالو د ستنولو بهیر به پیل کړي.

چارواکو مشخصه نېټه نه ده ښوولې خو انتظامیې ویلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال په مارچ کې کډوال د راجګل یوشمېر سیمو ته ستنوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هغې سیمې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ په ۲۰۱۳ز کال کې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو له وجې کډه شوې وې چې زیاتره یې په جمرود کې له خپلوانو کره دېره شوې وې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځي عملیاتو پای ته تر رسېدو وروسته په لومړي پړاو کې یوشمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې خو نورې پاتې دي.

اپرېدی وايي، اوس یې چارواکو ته ویلي دي چې په لومړۍ مرحله کې ستنې شوې کورنۍ "له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوې" وې نو دا ځل باید په سیمه کې د ژوند اسانتیاوې برابرې وي.

د سیمې یوه بل مشر ملک فیض الله جان کوکيخېل مشال راډیو ته وویل، په راجګل کې زیاتره بېخبنا (انفراسټرکچر) ړنګه پرته ده نو ځکه ستنېدونکې کورنۍ "خیمو، سکولونو، د صحت مرکزونو او سړکونو ته ډېره اړتیا" لري.

کوکیخېل وايي، انتظامي چارواکو ورته د کډوالو د نوملیکنې فارمونه (فورمې) ورکړې دي چې هغوی پکې د خپلو کورنیو ټول معلومات شامل کړي او د پسرلي په پیل کې یې ستنې کړي.

د خیبر انتظامیه وايي، د نوملیکنې بهیر د ډېسېمبر له ۱۲مې نېټې پیل شوی دی.

د تیرا راجګل سیمه د جمرود له بازاره شاوخوا ۹۰ کېلومیټره لیرې غرییزه او له ځنګلونو ډکه سیمه ده چې له یوې خوا د افغانستان له ننګرهار ولایت او له نورو خواوو له تیرا میدان، اورکزیو او کورمې سره پولې لري.

د راجګل اوسېدونکو په تېرو کلونو کې په بیا بیا له حکومته غوښتنه کړې ده چې خپلو کلیو ته دې یې ستانه کړي. دوی په ۲۰۲۰ز کال کې په جمرود کې ۱۰۰ ورځې احتجاجي پرلت هم وهلی وو.

البته انتظامي چارواکو په تېرو کلونو کې یوشمېر ځلې د کډوالو د ستنولو ژمنې کړې دي خو دا کار د بېلابېلو وجوهاتو له وجې ځنډېدلی دی. چارواکي وايي، هلته امنیتي مشکلاتو او ځمکلاندې بمونو د کډوالو ورستنولو چارې ټکنۍ کړې دي.

XS
SM
MD
LG