د "وزیرستان ولسي پاڅون" په نوم د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي ناسته د جنورۍ پر ۱۱مه پر شپږمه ورځ هم روانه ده.
پرلت د جنورۍ پر شپږمه د یوشمېر سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه فعالانو او پلویانو په مشرۍ تر مظاهرې وروسته پیل شو.
دا په داسې حال کې ده چې په ډېسېمبر کې د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې ضلعې ته "ګڼ وسلوال ورغلي" دي. له دې پرته په وروستیو میاشتو کې په هغه ضلع کې پر پولیسو او پوځ وسلوال بریدونه زیات شوي دي او امنیتي ځواکونه وايي، عملیاتو ته یې هم دوام ورکړی دی.
احتجاجیان په واڼه کې پر بایپاس چوک ناست دي او د اېف سي ځواک کیمپ ته تلونکې لاره یې هم تړلې ده. دوی وايي چې تر هغو چې حکومت ورته د امنیت ټینګښت په اړه لیکلی ډاډ نه وي ورکړی، ناستې ته دوام ورکوي.
پرلتوالو حکومت ته د امنیت ټینګښت په تړاو د ۱۰ غوښتنو نوملړ ورکړی دی. دوی وايي، انتظامیې ورته ویلي دي چې غوښتنې یې لوړپوړو حکومتي چارواکو ته رسوي.
په غوښتنو کې په سیمه کې د امنیت ټینګښت، په واڼه کې د "ښو طالبانو دفترونه" ختمول، پر هر ډول وسلو لرلو بندیز، د تورو ښیښو لرونکو ګاډو پر ګرځولو بندیز او په انګور اډه کې په شناختي کارډ د تګ راتګ اجازت ورکول شامل دي.
په پاکستان کې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسله وال طالبان چې په افغانستان کې بریدونه کوي اصطلاحاً "ښه طالبان" او چې په پاکستان کې حملې کوي، "بد طالبان" بلل کېږي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.
انتظامي او امنیتي چارواکي دا نه مني چې ګواکې په سیمه کې وسلوال دفترونه لري او زیاتوي چې پوځ او پولیس د امنیت ټینګښت لپاره په ګډه اقدامات کوي.
د ناستې برخوال او په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کور کمېټۍ غړي مولانا زینت الله افغان د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې له انتظامي چارواکو سره مذاکراتي عمل "اوس ختم شو، د ریاست له طرفه دوی زموږ غوښتنو [منلو] ته سنجیده نه دي."
ده پر حکومت انتقاد وکړ چې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره یې "مذاکرات" کول خو چې "کله پرامن خلک پر روډونو راوځي، د امن تږي دي، امن غواړي، له هغوی سره مذاکرات په داسې انداز کېږي چې هغوی مسخره کوي."
انتظامیې د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د خلکو غوښتنې جدي نیسي او مني یې.
د وزیرستان ولسي پاڅون پرلت یو مشر او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال ایاز وزیر هم مشال راډيو ته وویل چې حکومتي چارواکي د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو لپاره سنجیده نه برېښي.
ده وویل، همدا لامل دی چې د اېف سي کیمپ پر لوري تلونکې لاره یې وتړله.
د پرلت بل ګډونوال او د پیپلز ګوند سیاستوال عمران مخلصل وايي چې حکومتي چارواکي یې غوښتنې "اییني او قانوني" بولي خو تر اوسه یې عملي کړې نه دي.
اخوا د جنوري وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین شاه د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د احتجاج پر وخت لارې تړل "غیر قانوني" کار دی ځکه چې دا عمل د خلکو ستونزې زیاتوي.
د نوموړي په خبره، پرلتوالو "شکۍ" ته تلونکې لاره "بنده" کړې او "د انګور اډې لاره یې بنده کړې. نو د انګور اډې خلک به څه کوي. مریضان دي، عام خلک دي. لارې بندول خو خلکو ته لاره نیول دي."
د پولیسو مشر وویل، د "جرم" په اړه "هېڅ سمجوته (جوړجاړی) نه شي" کولای البته زیاته یې کړه چې امن د ولس غوښتنه ده او پولیس یې هم د باوري کولو هڅه کوي.
خو پرلتوال وايي، چارواکي یې غوښتنو منلو ته تیار نه دی نو ځکه د لارو تړلو ته اړ شوي دي.
خو د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر یاسر سلیمان کنډي د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د پرلتوالو زیاتره غوښتنې له امن سره تړلې دي چې په اړه یې د احتجاج له مشرانو سره خبرې کړې دي او مطالبې یې پوره کوي.
ده زیاته کړه چې چارواکي هڅه کوي چې په انګور اډه کې د تګ راتګ او سوداګرۍ پراخولو اسانتیاوې برابرې کړي.
اسلام اباد کې مظاهره
د احتجاج ګډونوالو پر حکومت ټینګار وکړ چې د واڼه د مظاهرچیانو غوښتنې دې "ژر تر ژره" ومني.
دوی داراز غوښتنه وکړه چې حکومت دې د خیبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې امنیت ټینګ کړي.
په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د جنورۍ پر ۱۰مه د مظاهرې پر وخت مشال راډیو ته وویل، که د واڼه د پرلتوالو غوښتنې پوره نه شوې نو د هېواد په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه پیلوي.
د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت په وروستیو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو ضد عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی.
د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د اوربند له ختمېدو راهیسې، پر پولیسو او پوځیانو بریدونه زیات شوي دي. هلته د پاکستان پولیسو او امنیتي ځواکونو هم ویلي دي چې د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې له اوړي راهیسې د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد پراخ پاڅونونه، لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.
د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ز کې ورباندې ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.
بلخوا تحريک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۳۱مه وويل چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې په پاکستان کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي چې پکې یې سلګونه پوځیانو، پولیسانو، د استخباراتي ادارو کارکوونکو او د حکومت ملاتړیو امن کمېټیو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.