په پاکستان کې په دفترونو کې کار کوونکې ښځې وايي، د سړو سره یو ځای کار، د هغوی سره مقابله او د هغو باور تر لاسه کول ستونزمن کار دی خو هغوی بیا هم خپل کار جاري ساتلی دی.
کله چې مې له ډاکټرې نورين نصير څخه د يوې ښځې په حېث د هغې دفتري ستونزې و پوښتلې نو هغې پر ځای د دې چې دې سوال ته مشخص ځواب ووايي وویل:" له زېږېدو سره د ښځې ستونزې پیل شي."
نورين نصير په پېښور پوهنتون کې د نړيواله اړيکو څانګې ښوونکې ده خو ستونزې يې ځکه څو چنده دي چې نوکري هم کوي او د کور کارونه هم.
هغه وايي:
"د ښځې په حېث له ماشومتوبه، له ننګونو سره مخامخ يم. چې واړه وو نو له وروڼو سره مو ښوونيزې سيالۍ کولې، چې پوهنتون ته ولاړو نو له سړيو سره مقابله وه او چې بيا په پوهنتون کې مو د يوې ښوونکې په نوګه کار پیل کړ نو له مسلکي پرمختګ او ټولنيزو ستونزه مخامخ شو."
نورين په درس کې دومره تکړه وه چې د شپاړسم په امتحان کې يې پوزيشن واخیست او هم پر دې اساس د نړيوالو اړيکو څانګې ښوونکې وګمارل شوه.
هغه تکړه، ذهينه او محنتي ده خو نرواکې ټولنې د هغې د مسلکي پرمختګ په لاره کې خنډونه اچولي دي.
"د يوې ښوونکې لپاره پي اېچ ډي کول له مسلکي پلوه ډير مهمه وي خو د سړيو پرتله ښځې په دې برخه کې ډېره محدوده خوښه ځکه لري چې پر هغو دفتري او کورني کارونه دومره زيات وي چې دوی پروخت پي اېچ ډي نشي کولای بلکې اول به د کور کارونه کوي، بچي به رالويوي او دومره اقتصادي توان به پېدا کوي چې بيا په ارامه پي اېچ ډي وکړای شي او چې کله کوي نو د هغې سړي ملګرو وار له مخه پي اېچ ډي کړې وي او ښځې شاته پاته شي."
يوازې مسلکي زدکړې نه بلکې په عهدو کې د ترقۍ له پلوه هم ښځې له مشکلاتو سره مخامخ وي.
"موږ په دفتر کې له سړيو سره يوازې نشو کښېناستی، د استادانو اتحاديو غونډو ته نشو تلای ځکه هلته داسې تاوده بحثونه کېږي چې کله نا کله د اورېدو نه وي. موږ په نوکريو کې د ترقۍ لپاره سياسي او ټولنيز لابینګ نلرو نو په دې لحاظ هم شاته پاتې شو."
يوازې ښوونکې نه بلکې ښځينه قانون پوهانې چې د قانون او حقونو پوهه لري هم له نرواکې ټولنې شکايت کوي.
نتاشا سمن قانون پوهه ده خو وايي چې په شخصي توګه سړيو ځورولې ده.
"مقدمه راوړونکي کسان او وکيلان زموږ په جنسي توګه د ځورلو کوشش کوي خو ښه خبره دا ده چې موږ په خپل حق پوهېږو او غږ اوچتولای شو نو ځکه مو د دې مقابله کړې ده."
خو روحانه کاکړه بيا د خپلو دفتري ملګرو د باور ترلاسه کول د ځان لویه ستونزه ګڼي.
په نرواکه ټولنه کې د ښځو په اړه ځینې خبرې مشهوره کړل شوې دي چې پکې يوه دا هم ده چې دوی ښې رهبرې نشي کېدلای خو روحانه کاکړې په خپل محنت دا خبره غلطه ثابته کړې ده.
نوموړې د پاکستان له هغو پنځو افسرانو ده چې ۲۰۱۹م کال کې نړيوالې ادارې اکاونټېبلېټي لېب د غوره افسرې جايزې ورکړې وې.
روحانه کاکړ دا وخت د بلوچستان د حب ضلعې مرستياله کمېشنره ده.
هغه وايي، د يوې واکدارې په حېث عام ولس د هغې عزت کوي خو دد ې لپاره لویه ستونزه د خپلو دفتري ملګرو او مشرانو باور تر لاسه کول دي.
"زما مشران او دفتري ملګري فکر کوي چې ښايې زه د يوې ښځې په حېث خپله ذمه واري په ښه توګه ترسره نکړای شم نو کله چې هم ماته يوه عهده راکړل شي نو لومړۍ دوې درې مياشتې په دې ولګوم چې دوی ډاډه کړم چې زه د فيصلې کولو، د هغې د عملي کولو او د رهبرۍ صلاحيت لرم."
خو د بولان ميډيکل کالج کوټې اسېسټېنټ پروفېسره ډاکټر رخسانه کاسۍ بيا له ټولو سړيو ګله نلري، البته وايي ځینې کسان شته چې له ښځو سره ښه برخورد نه کوي.
"موږ بايد په تعليمي نصاب کې داسې مواد شامل کړو چې پکې ښځو ته ور وښودل شي چې څنګه به په نرواکه ټولنه کې ژوند تېروي؟"
د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د سړو په نسبت ډېرې کمې مېرمنې په دفترونو کې کار کوي او هغه چې کار کوي هم نو له ستونزو سر ټکوي.
د فېسبوک تبصرې