د ۲۰۱۲ کال په شل شل اووريز نړيوال کرکټ کپ کې هند افغانستان ته په ۲۳ رنزونو ماتې ورکړه. تر پچې ګټلو وروسته افغان کپتان نوروز منګل هند ته د بيټينګ کولو وویل. هندي لوبغاړي د ويرات کوهلي د پنځوس رنځونو په جوړولو افغانستان ته د ۱۵۹ رنځونو هدف ورکړی.
خو په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي په شلم اوور کې د ۱۳۶ منډو په جوړولو اوټ شول. ويرات کوهلي د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.
نن به د دې کپ په سياليوو کې د جنوبي افريقا او زمبابوی تر منځ لوبه کيږي. تر دې وړاندې په دوو سياليوو کې سريلنکا زمبابوې ته او اسټريليا آيرلینډ ته ماتې ورکړې وه.