د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د امریکا په مرسته د اوبو کمېدو حل لارې لټوي


په اورکزیو کې نجونه له تالابه اوبه وړي ـ پخوانی انځور.
په اورکزیو کې نجونه له تالابه اوبه وړي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، د صوبې په ځینو برخو کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره کمه شوې ده چې د حل لپاره یې دوی د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادارې (َUSAID) او نورو مرستندویه ادارو په مرسته کار کوي.

د صوبې د کروندې وزیر میجر (ر) محمد سجاد وایي، حکومت سره د پیسو او وسایلو کمی دی خو د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادار(یو اېس ای ډي) او نورو مرستندونه ادارو په مرسته د ستونزې د مخنیوي هڅه کوي.

په همدې تړاو د اکتوبر په ۱۵مه، په پېښور کې غونډه وشوه چې پکې د اوبو اوځمکې خوندي ساتلو په اړه بحث وشو. چارواکو او پوهانو ټینګار وکړ چې د باراني اوبو د ذخیره کولو لپاره پکار ده چې اړینې پروژې پیل شي، او که عملي اقدامات ونه شي، دا به د فصلونو په پیداوار او د خلکو په ژوند اغېز وکړي. په غونډه کې په پېښور کې د امریکا جنرال قونسل شانتې مورې هم ګډون کړی وو.

صوبایي حکومت وايي چې د دې مقصد لپاره یې د یو اېس ای ډي په مالي او تخنیکي مرستو یو شمېر پروژې پیل کړې دي، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه برقراره وساتي.

د ځمکې لاندې اوبه هغه اوبه دي چې د ځمکې په سطحه د باران، واورې وېلې کېدو او نورو سرچینو له لارې په هغو ژورو طبقو کې ذخیره کېږي چې له مختلفو ډبرو، شګو او خاورې څخه جوړې دي. دغه طبقات یا اکویفرونه د اوبو جذبولو، زیرمه کولو، او انتقالولو وړتیا لري. د ځمکې لاندې اوبه د انسانانو، حیواناتو، کرنې او صنعت لپاره مهمې سرچینې دي.

د اوبو د خوندي کولو او انتظام نړیوالې ادارې یو سلاکار محمد شاهد غونډې ته وویل چې شاوخوا ۷۰ کلونو کې د یو کس په سر د اوبو مقدار له شاوخوا ۵۰۰۰ لیټره څخه ۸۵۰ لیټره ته راټیټ شوی دی. ځکه زموږ ټول انحصار د ځمکې لاندې په اوبو دی او د باراني اوبو د ذخیره کولو هیڅ پلان نه لرو.

هغه وویل چې د یو اېس ای ډي په مالي مرستو په صوبه کې یو شمېر ضلعو کې داسې پروژې پیلوي چې د بارانونو اوبه ذخیره کړي او په وخت اړتیا یې وکاروي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د بارانونو له امله د ځمکې ښوېدو عمل په تېزۍ روان دی او اوبه هم ضایع کېږي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت نړیوالې ادارې اېف اې او په یو راپور کې وویل چې د اقلیم بدلون او د بارانونو کمي له امله د اوبو کمی راتلونکی دی، چې د فصلونو پیداوار به کم کړي او د خوراکي توکو د بیو لوړولو سبب به شي.

XS
SM
MD
LG