د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پولیسو مشر عمران شاهد وايي د امنیت ټینګولو لپاره اقدامات کوي


په بنو کې امنیتي سرتېرو ناکه لګولې ده: پخوانی انځور
په بنو کې امنیتي سرتېرو ناکه لګولې ده: پخوانی انځور

په بنو کې د پولیسو په مرکز کې د وسله والو د برید په نتیجه کې د وژلو شویو څلورو پولیس سرتېرو جنازې د اکتوبر په ۱۴مه ناوخته په بنو کې ترسره شوې چې پکې د پولیسو د ادارې مهمو چارواکو ګډون وکړو.

د جنازې په مراسمو کې د خیبر پښتونخوا چیف سېکټري ندیم اسلم چودري، د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات خان، ځینو صوبايي وزیرانو، او په بنو کې تعینات د پولیسو او پوځ ګڼو نورو مشرانو هم ګډون وکړ.

تر هغې وړاندې د اکتوبر پر ۱۴مه ناوخته د بنو پولیسو مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو په مرکز د وسله والو برید پای ته رسېدلی دی چې پکې څلور سرتېري او پینځه وسله وال وژل شوي دي.

د اکتوبر په ۱۴مه یو شمېر وسله وال په بنو کې د پولیسو مرکز ته ننوتلي وو او هلته یې ډزې پیل کړې وې چې د ورځې تر پایه یې دوام کړی وو. د هغو وسله والو پېژندګلوي لا نه ده شوې او نه هم کومې ډلې تر دې مهاله د برید زمه واري قبوله کړې ده.

د بنو د پولیسو مشر عمران شاهد د اکتوبر پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، د بنو پولیسو تل د ترهګرۍ ضد په جګړه کې قرباني ورکړېده او د امن د ټینګ ساتلو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي.

په ورته وخت کې د بنو د سوداګرۍ د خونې جنرل سکرتر غلام قیباز د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، سوداګرو تل له حکومته غوښتي دي چې د هغوی امنیت دې ټینګ کړي خو بدامني نه ده ختمه شوې چې له وجې یې د بنو د خلکو ژوند او کاروبار اغیزمن شوی دی.

د بنو په ګډون، په وروستیو کې په شمالي وزيرستان، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دغو بريدونو ته په پام په بنو کې پولیسو او ولس مظاهرې او پرلتونه وهلي دي او په حکومت يې غږ کړی چې سيمه دې له وسلوالو پاکه کړي.

په بنو کې پر پولیسو د بریدونو ضد د سېپټېمبر په میاشت کې پولیسو احتجاج کړی وو چې تر څو ورځو پورې روان وو.

XS
SM
MD
LG