د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې پر پولیسو برید، ۶ مړه ۶ ژوبل



د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، طالب وسله والو داتوار په سهار د مقر ولسوالۍ په علم خېلو، چهار کلا، عيسی خېلو او بېرانه سيمو کې د پوليسو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي دي، چې له امله يې شپږ تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

دوی وايي، سيمه ييزو پوليسو هم هغه ځايونه په نښه کړي دي، چې پر دوی ورڅخه بريدونه کېدل، خو وايي، طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

د مقر ولسوال صاحب خان وايي، طالبان له وېرې د سيمه ييزو پوليسو پوستو ته نږدې نه شوای ورتلای، ځکه يې نو له ډېره لېرې ځايه پر پوستو د درنو وسلو بريدونه کول.

دی وايي، په ځوابي بريدونو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده مالومه.دی زیاتوي :

"په علم خېلو، عيسی خېلو، چهار کلا او بېرانه سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو طالبانو له ډېره لېرې ځايه د هشتاد دو، دهشکې او هاوانو بريد کړی دی، نږدې بېخي راغلي نه دي، په دغو بريدونو کې شپږ تنه محلي پوليس شهيدان شوي، او شپږ نور ټپيان دي، په ټپيانو کې دوه بېخې سربېرن ټپي شوي وو او څلور نور بيا د ګيلان ولسوالۍ پي ار ټي ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي."

بله خوا بيا ذبيح الله مجاهد چې ځان ته د طالبانو وياند وايي، وايي چې، ملګرو يې نن سهار په مقر کې لس سيمه ييز پوليس وژلي او درې پوستې يې ور ويجاړې کړې دي.دی وايي، په نښتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دوه ورځې وړاندې مقر ته څېرمه په ګيلان ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ځانمرګی ور چاودېدلی وو، چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبانو مړه او ټپيان شوي وو.
XS
SM
MD
LG