د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې په تېرو څو ورځو کې د افغان طالبانو د سپینو بیرغونو د پورته کېدو پېښو په سیمه کې اندېښنې پارولې دي. تر دې وړاندې له مومندو هم ورته راپورونه ورکړل شوي ول.
راپورونه وايي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه د باجوړ په سالارزو کې هغه سپین بیرغونه پر یو شمېر ځایونو پورته کړل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت پسې مربوط دي. له هغې سیمې څخه د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړي انور زېب خان د ډېسېمبر پر ۳۱مه د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې یادې سیمې ته ۴۰۰ وسلوال ورغلي او د مخنیوي لپاره یې امنیتي ادارې نه تر سترګو کېږي.
هغه زياته کړه "زما سره ویډیويي ثبوتونه شته چې په ملا سید بانډه کې خلک د اسلامي امارت بیرغونه رپوي او د امارت زنده باد نعرې وهي."
د نوموړي په وینا تر هغه وړاندې له یادې سیمې څخه پولیسو او امنیتي ځواکونو خپلې پوستې خالي کړې وې. د نوموړي د دې تور په ځواب کې تر اوسه د پاکستان پوځ یا پولیسو په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د ډېسېمبر پر ۳۱مه په هغه صوبه کې د امنیت پر خرابیدونکي وضعیت بحث وکړ او په همدې موخه يې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډه پور هم ورغوښتی وو چې پر امنيتي چارو د اسمبلۍ غړو ته معلومات ورکړي.
که څه هم مشال راډیو له باوري سرچينو داسې ویډيويي ټوټې ترلاسه کړي دي چې پکې په ملا سید بانډه کې په برګو جاکټونو کې وسلوال لیدل کېږي چې په پښتو خبرې کوي او یو یې کمبې یا ستنې ته خېژي او هلته د طالبانو بیرغ ځوړندوي، خو بي هم د دغو ویډیويي ټوټو په خپلواکه توګه پخلی نه شې کولی.
ملا سید بانډه د باجوړ له مرکز خار څخه لوېدیځ لوري ته پرته سیمه ده. هلته پخوا هم د ناامنۍ پېښې مخې ته راغلې دي خو په څرګند ډول د وسلوالو فعالیت پکې نه وو څارل شوی.
په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ عبید سالارزي د جنورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې په یاده سیمه کې وسلوال لا هم موجود دي. هغه زیاته کړه چې په دې پلمه اوس خلکو ته ویل کېږي چې له سیمې کډه وکړي خو خلک دې ته هېڅکله نه دي تیار.
د باجوړ د پولیسو یو چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې له مشال راډیو وغوښتل چې د هغه نوم دې پټ وساتي، د جنورۍ په لومړۍ نېټه د دې خبرې پخلی وکړ چې هغوی ته هم د باجوړ په ځینو سیمو کې د وسلوالو د موجودګۍ راپورونه وررسېدلي دي خو تر دې مهاله د هغو وسلوالو پر ضد د عملیاتو کومه پرېکړه لا نه ده شوې.
تر باجوړ وړاندې د مومندو په سرحدي تحصیل بایزو کې هم د وسلوالو د شتون راپورونه ورکړل شوي ول. د پېښور ډویژن کمېشنر ریاض مسود د ډېسېمبر پر ۲۲مه رسنیو ته ویلي ول، هغوی ته معلومه شوې ده چې یادې سیمې ته وسلوال ورغلي دي او دوی په دې اړه له امنیتي ادارو سره په اړیکه کې دي چې پر ضد یې کاروايي وشي. خو دم ګړی په مومندو یا باجوړ کې داسې عملیات نه دي پیل شوي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډه پورد ډېسېمبر پر ۳۱مه ناوخته له رسنیو سره په لنډو خبرو کې وویل، د اسمبلۍ غړيو ته یې د صوبې د امنیت مجموعي انځور وړاندې کړ او د اسمبلۍ غړو هم ورته خپل تجویزونه وړاندې کړي دي. هغه وویل، دا ډول لیدنې به بیا هم ترسره کېږي.