د سیمرغ په نوم د تندر قول اردو د منسوبینو له خوا د لوګر په ازرې او د پکتیا د اریوب ځاځیو په ولسوالیو کې چاڼیز عملیات پیل کړل.
د ملي اردو چارواکي وايي، چې له دې عملیاتو څخه يې موخه دا ده چې یادې سیمې د وسلوالو له شتون او فعالیتونو څخه پاکې کړي.
د تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې :
په تیرو څلریشتو ساعتونو کې د سیمرغ په نوم عملیاتو کې، چې د تندر قول اردو پوځیانو د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د روقیانو په دره کې ترسره کړي، په کې اوه تنه وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه یادو ځواکونو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ د دوبندي په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې نهه وسلوال وژلي اوڅلور نوریې ټپیان کړي دي.
په خبر پاڼه کې زیاته شوې ایتلافي ځواکونو هم د لوګر ولایت مرکز پورې اړوند د پادخواب شانه په سیمه کې پر یو شمیر وسله والو هوایي برید کړی، چې له امله يې پنځه تنه وسلوال وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استول شویو تلیفوني پیغامونو کې په پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې په افغان او نړیوالو ځواکونو د یو شمیر بریدونو ادعا کړې او ویلي يې دي، چې افغان او خارجي پوځیانو ته يې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د یوبل خبر له مخې:
نن پنجشنه له غرمې مخکې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په نورۍ کلي کې د ملي اردو د ګزمې په یو ګاډي پسې بمي چاودنه شوې، چې له کبله يې د ملي پوځ درې سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو دفتر مسوول بریالي روان مشال راډیو ته وویل، چې پېښه نن د پنجشنه نږدې یوولس بجې د صبریو ولسوالۍ په نوری کلي کې رامنځته شوه او له کبله يې درې سرتیري ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
خوست والي د یوې مطبوعاتي خبر پاڼې د خپریدو له لارې د یادې پېښې غندنه کړې ده.
تر اوسه د یادې چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی، اخیستی.
د یادونې وړ ده د تیرې یکشنبې په ورځ هم د خوست په اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د وسلوالو په برید کې د سپیرې ولسوال پنځه تنه ساتونکي پولیس وژل شوي ول.