د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: په راتلونکو احتمالي ټاکنو کې مو باید ونډه ډېره وي


د خوست ولایت یو شمېر قومي مشران په ټولیز ډول د حمل د شپاړسمې یا د اپریل د پنځمې په ټاکنو کې د هغو ولایتونو د خلکو ونډه کافي نه بولي، چې د ډیورند کرښې په اوږدوکې پراته دي او د افغانستان د نفوسو دریمه برخه جوړه کړي.

د خوست ولایت قومي مشران وايي، چې په تیرو ټاکنو کې د هغو ولایتونو د خلکو ونډه لږه وه، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې اوسیږي، دوی وايي کچیرې افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په راتلونکو احتمالي ټاکنو کې د یادو سیمو د خلکو د پراخه ګډون له پاره پوره زمینه برابره نه کړي، نو ښايي نوی حکومت به د ډیریو افغانانو د همکارۍ او ملاتړه بې برخې وي.


د خوست ولایت یو شمېر قومي مشران په ټولیز ډول د حمل د شپاړسمې یا د اپریل د پنځمې په ټاکنو کې د هغو ولایتونو د خلکو ونډه کافي نه بولي، چې د ډیورند کرښې په اوږدوکې پراته دي او د افغانستان د نفوسو دریمه برخه جوړه کړي.

دوی وايي، کچیرې افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په راتلونکو احتمالي ټاکنو کې د یادو ولایتونو د خلکو پراخه ګډون ته زمینه برابره نه کړي، نو ښايي په راتلونکې کې د افغانستان نوی حکومت د خلکو د یوې سترې برخې پوره ملاتړ او نږدې همکاري له ځانه سره ونه لري.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پولي دواړه غاړو ته ډیری پښتانه اوسیږي، چې د پر له پسې جګړو له کبله يې اوسیدونکي د ډول، ډول سیاسي او ټولنیزو ستونزو او ناامنیو سره مخامخ دي.

د خوست یو تن قومي مشر مشال راډیو ته وايي، چې په رښتیا هم په تېرو ټاکنو کې د خلکو ګډون هومره نه وو، چې تمه يې کېده، خو دی وايي چې اوس مهال خلکو او قومونو تصمیم نیولی، چې په راتلونکو احتمالي ټاکنو کې به نارینه او ښځینه په پراخه توګه برخه اخلي:

((شېرنواز یم، یو تن قومي مشر، اوس چې انتخابات دویم پړاو ته روان دي، نو په دې انتخاباتو کې زه پوره یقین لرم، موږ چې قومونو وکتل او خلک مو وکتل، رښتیا چې په تېرو انتخاباتو کې پوره رایه نه وه استعمال شوي، خو اوس چې دوه نفره ولسمشری څوکۍ ته میدان ته راووځي، په عمومي ډول به نر او ښځه راووځي، په انتخاباتو کې به ګډون وکړي او خپله رایه به استعمال کړي.))

قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼی وايي، چې په پښتني ټولنه کې په ګردو ټولنیزو او فامیلي چارو کې د ښځو ونډه فعاله ده، نو که په ټاکنو کې برخه اخلي، په دې کې هم څه ستونزه نشته:

((موږ په خلکو غږ کوو، هر کله چې ښځې لو کوي، غره ته ځي خاس او خاشاک په سره له غره نه راوړي، واده ته ځي، جنازې ته ځي، فاتحې ته ځي، نو که فکر وکړئ دا به څه ګناه وي، چې فرضاً رایه واچوي، په دې اساس زموږ غوښتنه د ولس او خلکو نه داده، چې په راتلونکو انتخاباتو کې په پراخه اندازه برخه واخلي او د خپلو ښځینه وو له پاره هم په ټاکنو کې د ګډون زمینه مساعده کړي.))

قومي مشر حاجي مستامیر خان ګربز د ټاکنو په بهیر کې د پښتون میشتو سیمو د خلکو پیکه او کمرنګه ونډه خواشینونکي بولي او زیاتوي، چې خلک باید د ځان، ټولنې او راتلونکې نسل د سوکالۍ له پاره په ټاکنو کې خپله ونډه زیاته کړي:

((بدبختي په دې که ده، خصوصاً په هغه مناطقو او ساحو کې چې هغه د ډیورنه کرښې په اوږدو کې پراته دي، شرقي، جنوب شرقي او جنوبي ولایتونه دي، دوی تر اوسه هم دا نه ده درک کړې، چې موږ انتخاباتو ته څه ضرورت لرو، د دې له پاره چې دا ستونزې مو ورکې کړې وي او بل لوري ته هغه انساني او اسلامي دین چې پر موږ او تاسو دی، ښه او بد سره پرتله کړای شو، هم د خپل ژوند له پاره، هم د اینده ټولنې له پاره او هم د خپلو راتلونکو اولادونو له پاره وکړای شو، نو بهتره داده چې په راتلونکو انتخاباتو کې ښه او څرګنده ونډه واخلو.))

د ګربزو ولسوال محمداکبر ځدراڼ وايي، چې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې ګڼ ولایتونه پرته دي، که خلکو ته يې په ټاکنو کې د پوره ګډون زمینه برابره نه شي، نو ښايي نوی حکومت به د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

که څه هم د حمل د ۱۶ مې په ټاکنو شاوخوا اوه میلونه افغانانو برخه واخیسته، خو بیا هم کتونکي د افغانستان په ختیزو، سویل ختیزو او جنوبي ولایتونو کې د رای اچونې د ویشل شویو کارتونو په پرتله د خلکو رایې ډېرې کمې ګڼي.
XS
SM
MD
LG