که څه هم په خوست کې د څو کالونو راهیسې یو موزیم چې دا مهال په کې څلور سوه قلمه بیلابیل لرغوني اثار ساتل کیږي جوړ شوی او سیلانیان یې لیدلوته ورځي. خو بیا دا ځل د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې د لرغونو اثارو ساتنه او د موزیمونو جوړول او پرمختیا يې د کار یوه برخه ده، په پام کې لري، د هغو پنځو موزیمونو له ډلې چې په مختلفو ولایتونو کې ورباندې کار پیلوي، یو به يې په خوست کې جوړ کړي.
د خوست موزیم ټول لرغوني اثار، چې د ځنو لرغونتوب يي باختري دورې ته رسیږي ځايي اوسیدونکو د یو احساس له مخې په وړیا ډول د خوست موزیم ته اهداء کړي دي او په دې توګه يې د یو نسبتاً ښه موزیم بنسټ اېښودی دی.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدامین شاه الفت د دوشنبې ورځې ناوخته مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې د اساسي او پر معیارونو بناء موزیم نقشې او پلانونه جوړ شوي او د ودانیزو چارو لومړني کارونه يې دا دي د محوطې د دیوالونو د جوړولو راپیل شول:
((مونږ په افغانستان کې بالخصوص په خوست کې د موزیم له پاره کافي ځمکه لرو، چې د دې جوړولو له پاره وزارت هم تصمیم لري او ابتدايي کارونه يې هم روان دي، لکه د هغه د پاره ټیپیکه نقشه جوړه شوې او د ځمکې مشکل يې هم نشته، زموږ وزارت هم پلان لري، چې په راتلونکې کې په افغانستان کې پنځه موزیمونه جوړ کړي، چې په دې کې دوی یو خوست هم په نظر کې لري، ابتدايي کارونه يې پر خلاصیدو دي، امید لرو چې په راتلونکې کې په خوست کې د موزیم له پاره هم یوه وداني جوړه شي.))
د ځمکې پر مخ ډېر داسې پيښ شوي، چې جګړو او طبعي افتونو کلي او ښارونه غرق کړي او ورک شوي دي، خو کله چې په داسو سیمو کې اثار او علایم پیدا شوي نو لرغونپوهانو د هغوی په باب ډېر مالومات پیدا کړي دي، لیکوال او د نظر خاوند عبدالکریم پتنګ:
((ډېرې داسې منطقې شته چې د ځمکې پر مخ غرقې شوي دي او تباه شوي دي، کله چې بیا د هغو منطقو څخه اثار کشف شوي دي، هلته د موجودو اثارو نه بیا هغه منطق پېژندل شوې ده، چې دا سیمه په کوم مذهب وه او کلتور او فرهنګ يې په څه ډول وو، خلکو يې په څه ډول ژوند درلود، دا ډول اثار د تېرو زمانو د خلکو د کړو وړو، عاداتو د فرهنګ او تمدن د پيژندې له پاره دا بهترین ماخذونه دي.))
خوست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د موزیم د ودانیزو چارو د ابتدايي کارونو پیلیدو سره جوخت به د موزیم له پاره د اساسي ودانۍ پر جوړولو هم کارونه پیل شي:
((زموږ او ستاسو د ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې زموږ موزیم چې ډېر ښه او لرغوني اثار په کې دي، د هغې د ساتلو له پاره اوس چاردیوالي جوړیږي، دې له پاره څه د پاسه شپږ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، د دې په داخل کې د شنه کولو په ګډون ځنې نورې وړې پروژې هم تطبیقیږي او په دې توګه زه امیدواره یم چې په نږدې راتلونکې کې به د موزیم د ودانۍ کارونه هم د نقشې او پلان مطابق پیل او جوړ شي.))
د یادونې وړ ده، خوست موزیم دا مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ودانۍ کې فعالیت لري، چې د چارواکو په وینا به تر دې وروسته دا ټوله سیمه یوازې د خوست موزیم ته ځانګړې شي، ددې تر څنګ به پدې ځای کې تفریحي میدانونه او د کلتوري او هنري محفلونو له پاره سالونونه هم جوړ شي.