د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور بیا توپان ځپلی، ۱۳ تنه مړه ۵۴ ژوبل


تېره اونۍ هم په پېښور کی له توپاني ورښتونو او سیلیو ګڼ خلک مړه او ژوبل شول. هغه مهال خلکو او ځايي سیاسي ګوندونو پر وزیر اعلا پرویز خټک نیوکې کړې وې چې د ولس د ستونزو پر ځای یې د اسلام اباد لانګ مارچ ته مخه اړولې

په پېښور او ورسره نژدې په جمرود کی بېګا ماسخوتن له توپاني ورښتونو او تیزې سیلۍ ۱۳ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ژوبل دي، ډېری مرګژوبله د کورونو دېوالونه په راپرېوتو کې رامینځ ته شوې.

د پېښور ښار مرستیال کمیشنر ظهیرالاسلام مشال راډیو ته وویل، چې زیاته مرګژوبله د پېښور په رېګۍ، کارخانو، حیات اباد او ورسره جوخت په جمرود کې رامینځ ته شوې ده.

د بلدیاتو صوبايي وزیر عنایت الله بیګا مشال راډیو ته وویل چې د پېښور په درې واړه لویو روغتونونو کی بیړنی حالات دی.

«ډېره لویه تباهي شوې ده مړي هم شوي دي او ګڼ خلک ټپیان دي، ودانو او فصلونو ته هم زیان رسېدلی دی، په هسپتالونو کی اېمرجنسي لګول شوې ده. صوبايي حکومت به له اغېزمنو شوو خلکو سره مالي مرستې کوي»

تېره اونۍ هم په پېښور کی له توپاني ورښتونو او سیلیو ګڼ خلک مړه او ژوبل شول. هغه مهال خلکو او ځايي سیاسي ګوندونو پر وزیر اعلا پرویز خټک نیوکې کړې وې چې د ولس د ستونزو پر ځای یې د اسلام اباد په لانګ مارچ خپله توجه ورکړی ده خو دا ځل د باران او توپان سمدستي روستو د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د بلدیاتو صوبايي وزیر عنایت الله او د اطلاعاتو صوبائی وزیر مشتاق غنی په پېښور کې د روغتونونو دورې وکړې. د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک په دې تازه پېښو کې د وزل شوو کسانو کورنیو لپاره د درې درې لکو روپو او د ژوبلو لپاره د یو یو لاک روپو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG