دا اونۍ مو په مشال مرکه کې ډاکټر عنایت الله خان مېلمه دی. نوموړی د عوامي نیشنل ګوند مشر سیاست وال دی او له ډیرو کلونو راهیسې سیاست کوي.
نوموړی دا مهال نهه اویا کلن دی او په خپل سیاسي ژوند کې یې ډیر ځلې د زندان تورې تمبې هم لیدلي دي. نوموړي په کویټه کې د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر ته په مرکه کې وویل چې په سیاسي کورنۍ کې یې سترګې نه دي غړولي خو بیا هم سیاسي هلې ځلې یې جاري ساتلي دي. د ډاکټر عنایت الله خان سره دا مرکه لاندې په فلش پلیر کې اوریدلای شئ :