د خبريالانو د ژغورنې د نړيوالې کمېټۍ تر مخه په نړۍ کې د ۱۹۹۲م کال راهيسې ۱۰۸۰ خبريالان وژل شوي چې ۴۰ يې يوازې په ۲۰۱۴ م کال کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ يې بيا د جلاوطنۍ ژوند تېروي.
پاکستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چې په زيات شمېر کې خبريالان يا خو پکې وژل شوي يا هيواد پرېښودلو ته اړ کړل شوي دي. د خېبر پښتونخوا له بونېر سره اړه لرونکی خبريال نور بادشاه يوسفزی چې په کراچې کې يې له يوې ورځپاڼې ((جانباز)) سره کار کاوه، د څو مياشتو راهيسې يې هيواد پرې اېښی او ترکيې ته يې ځان رسولی دی. نوموړی وايي د وسله والو ډلو لخوا د مرګ ګواښونه ورته کېدل چې بلآخره هيواد پرېښودلو ته اړ شو.
((د يو کال راهيسې په کراچي کې د طالبانو لخوا ماته دړکې راکول کيږي چې په ډېر ګڼ شمېر کې دي. د هغوی لخوا ماته پر موبايل هم پېغامونه راغلي دي او خطونه يې هم رالېږلي دي. تر دې حده چې په څو واره ما کتلي دي چې دوی زما خوا ته راغلي هم دي خو موقع ورته نه ده ملاو شوې. نو بيا ما سوچ وکړ چې دلته زما لپاره پاتې کېدل ښه نه دي.))
پر دې سربېره په کوټه کې له المان غږ راډيو سره کارکوونکی افغان خبريال حبيب الرحمان تاثير هم يو له هغو خبريالانو څخه دی چې د مرګ له ويري يې څه باندې يوه مياشت وړاندې پاکستان پرېښودی. نوموړی وايي، له ځينو نامعلومه ټليفون شمېرو څخه ورته د مرګ جدي ګواښونه وشوه چې دې ته اړ شو چې د خپلې کورنۍ سره يو ځای افغانستان ته ستون شي.
((دوی ماته ويل چې ته چې زموږ د پاليسيو او زموږ د کړنو خلاف چې مبارزه کوې يا د ځينو محکومو او غريبو قومونو غږ پورته کوې، دا زموږ د پاليسۍ خلاف دي. د بلوڅو ستونزه، په کوټه کې د هزارګانو ستونزه، او د پنجابيانو ستونزه، دغه ستونزې ما ډيرې وڅېړلې او خلک مې هم ورباندې وغږول. زما په فکر زما لپاره دغه شی خطر جوړ شو.))
په پاکستان کې پر مرکزي او صوبايي کچه باندې د خبريالانو يو شمېر اتحاديې جوړي دي چې د خبريالانو د حقونو لپاره کار کوي. دا چې ځينې خبريالان ولي له خپلو اتحاديو يا امنيتي ادارو سره د خپلو ستونزو د هواري لپاره تماس نه نيسي؟ نور بادشاه يوسفزی وايي، په دې کار سره يې ستونزه نوره هم لويه شي.
((ما خپله مسله له هيچا سره هم نه ده شريکه کړې ځکه ماته تر دې مخکې د خبريالانو پته وه چې کوم خبريال له يو چا سره خپله مسله شريکه کړي نو د هغه مسله د کمېدو پر ځای نوره هم زياتيږي. د هغه هيڅ مرسته نه کيږي. که ډېر څه وکړي نو د هغه تنظيم راووځي او پر سړک باندې مظاهره وکړي. که څوک پوليس ته ووايي نو هغه بيا ورته وايي چې سبا راشه يا بله ورځ راشه. بله خبره دا ده چې ما نوره هم وېره محسوسوله که زه چيرې د پوليس سره رابطه وکړم نو زما خبره به نوره هم خطرناکه شي. نو په دې وجه زه خاموش پاتې شوی یم او له پاکستانه راوتلی يم.))
د ((رپورټنګ انډر ترېټ)) يا ((تر خطر للاندې خبريالي)) په نامه د کتاب ليکوال او د پاکستاني رسنيو شنونکی عدنان رحمت وايي، له تيرو ۱۲ کلونو راهيسې په پاکستان کې ۱۰۹ خبريالان وژل شوي دي. دا چې دا خبريالان د چا لخوا وژل کيږي؟ نوموړی يې په ځواب کې وايي:
((تر درې کلونو وړاندې دړکې ورکوونکي بنيادي عناصر وسله والې ډلې وې، په هغوی کې رياستي ډلې، غېر رياستي ډلې، او فرقه ايزه او مذهبي ډلې شامله وې خو اوس موږ وينو چې د پاکستان سيکيوريټي اسټبلشمنټ هم په دې کې لاس لري. پر دې سربېره سياسي ګوندونه هم لاس پکې لري.))
يو شمېر ځپل شوي خبريالان په دې نظر دي چې په پاکستان کې دننه د خبريالانو اتحاديو څه ډول اغېزناکه رول نه دی لوبولی. آيا د خبريالانو نړيوالې اتحاديې د خبريالانو د ستونزو په هواري کې څه ډول مرسته کړې ده؟ په امريکا کې مېشت د خبريالانو د خونديتوب د کمېټۍ د جنوبي آسيا مشر باب ډيتز وايي چې په وار وار يې د پاکستان له يو شمېر حکومتونو سره د خبريالانو د خونديتوب او د هغوی د حقونو لپاره خبرې کړي دي خو د ژمنو سربېره څه بدلون نه دی راغلی.
((موږ د مشرف له حکومت سره وليدل، بيا د زرداري له حکومت سره او اوس مو بيا د نواز شريف له حکومت سره خبرې وکړې. دوی ډېرې ژمنې وکړې خو په حقيقت کې ډيرې کمې ژمنې تعقيب شوې. د حکومت لخوا موږ په دې برخه کې حقيقي ژمنتيا نه ده ليدلې چې د هغو پيښو په اړه عدالتي عمل وکړي چې له کبله يې خبريالان تر بريد لاندې راغلي دي. زه فکر کوم چې خبريالانو ته پکار ده چې له خپلې ادارې سره خبرې وکړي چې د خطرو د مخنيوي لپاره انتظام وکړي.))
په پاکستان کې په داسې وخت کې ځينې خبريالان له ستونزو سره مخامخ دي چې د دغه هيواد رسنۍ سره وېشل شوي او د شنونکو په اند خپلې ګټې يې په نظر کې نيولي دي.