د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لنډي کوتل لږکی ولسن وزیر غوره جایزې ته نومول شوی


د لنډي کوتل لږکی ولسن وزیر
د لنډي کوتل لږکی ولسن وزیر

د لنډي کوتل ولسن وزیر ته دا جایزه د قبایلي سیمو لږکیو خېر ښېګړې لپاره له تېرو شلو کالو راهیسې د خدمت پر سر د راتلونکې د ۲۰۱۵م کال پر۲۳م مارچ ورکړل شي.

د قبایلي سیمې په تاریخ کې پر لومړي ځل د لنډي کوتل یوه عیسوې د پاکستان درېیمې سترې جایزېستاره امتیاز ته نومول شوی دی.

څلویښت کلن ولسن وزیر، ابتدایې زده کړې په لنډي کوتل ترلاسه کړې دې، او له پیښور پوهنتونه يې په کېمیسټرې کې ماسټري کړې ده.

نوموړې په لنډي کوتل کې نژدې لس کاله د ساینس استاد هم پاتې شوی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې ولسن وزیر وویل چې د هغه د ژوند مقصد انسانیت او د اقلیتونو خیر ښېګړې او حقونو لپاره کار کول دي.

د ده په وینا چېدا ایوارډ په وړمبې ځل د فاټا یو عیسوې ته ورکړل شو او هیله ده چې له دې به په لږکي وهڅول شي چې د خپلو خلکو خیر ښیګړې لپاره کار اوکړي.

د قبایلي سیمو د اقلیتونو لپاره د خپلو کوششونو په باب نوموړي زیاته کړه چې د ده غټه کامیابی د اقلیتونو لپاره د قبایلي سیمو مېشت پاڼې «ریذیډېنشل سرټیفیکټ» حاصلول دي.

ده وویل، «کله چې په ۱۹۹۷ م کال کې قبایلي ولس ته د ووټ اچولو حق ترلاسه شو نو د اقلیتونو د ووټ اچولو حق لپاره دوی د هاغه وخت لنډ مهاله وزیراعظم ملک معراج خالد ته ورغلی و نو د هغه په مرسته د قبایلي سیمو اقلیتونو ته هم بېل د ووټ حق ملاو شو»

د ده په وینا چې د ملک نورو اقلیتونو پشان د قبایلي سیمو اقلیتونو ته د نوکرو لپاره کوټه نه وه ځانګړې شوې نو دوی پدې اړه کوششونه وکړو او د فاټا اقلیتونو ته د نوکریو کوټه ترلاسه شوه. اوس زموږ تعلیمیافته ځوانان نه یوازې ایف سي کې بلکې په لېویز او نورو سرکاري ادارو کې په ښه پوسټونو تلې شي.

ولسن وزیر وینا ده چې،، د هاغه د استادۍ تجربې پکې دا احساس پیدا کړو، چې د لږکیو زده کونکو تعلیمي لګښت کې له هغوی سره مرستې وکړل شي او هم دغه وجه ده چې سرکاري ادارو سره د زده کونکو خرچې لپاره په رابطه کې وي،،

ده وویل چې د حکومت او شتمنو خلکو په مرسته په لنډي کوتل او جمرود کې د کلیساو «ګرجو» بیارغونه یې هم کړې ده او اوس کوشش کوي چې د باجوړ عیسوی خلکو لپاره یوه ګرجا جوړه کړې.

،، د باجوړ عیسوې برادرې سره ګرجا نشته، په مومندو ایجنسۍ کې هم نه وه، نو هلته هم جوړه کړل شوه. زموږ خو دا کوشش وي چې په کومه ایجنسې کې زموږ برادرې ته مسله وي، له هغوی سره ملاو شو او ستونزې یې هوارې کړو،،

د ولسن وزیر خدماتو په اړه د لنډي کوتل یو زده کونکی ذیشان مسیح وایي، چې ښاغلي ولس ورسره په ډېرو سختو حالاتو کې مرسته کړې وه.

د ده په وینا چې د لنډي کوتل لږکیان ستاره امیتاز جایزې ته د ولسن وزیر په نومولو ډیره خوشاله دي.

دی وایي: »ما پنځم کې تعلیم پرېښی و نو په هاغه ورځو کې مې له ولسن سره ولیدل، نو ماته یې په پوځي سکول کې داخله واخیسته، ما هم هلته لسم پاس کړو، ماته به کلنۍ له اتو تر لسو زرو روپو وظیفه ملاوېده. دا شان دوه درې زره د پولیټیکل له دفتره ملاوېدې. اوس زه بي ایس سي کوم، زما په پرمختګ کې د ولسن وزیر ډیر لوی لاس دی«

XS
SM
MD
LG