په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د شروع په ورځ د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې يو ټول ګونديز کنفرانس وشو چې پکې د نورو يو شمير مهمو نکاتو سره سره په ملک کې د پوځي افسرانو په مشرۍ کې خصوصي عدالتونو په جوړولو اتفاق وکړل شو.
بيګا پاکستاني ولس ته په وينا کې نواز شريف وويل چې په تېرو وختونو کې د ترهګرۍ په سنګين وارداتو کې ککړ مجرمانو به په قانوني نظام کې د بعضو کمزوريانو لوجې د سزا نه بچ کيدل نو اوس به د پوځي افسرانو په مشرۍ کې اسپيشل ټرائل کورټس جوړېږي چې په داسې جرمونو کې ککړ خلک بغير د څه ځنډ نه خپل انجام ته ورسول شي او دې خصوصي عدالتونو موده به دوه کاله وي.
مشال ريډيو چې کله په ملک کې د پوځي افسرانو په مشرۍ کې جوړيدونکي خصوصي عدالتونو پحقله د قانوني او سياسي چارو کارپوهانو سره خبرې وکړې نو د قانوني چارو کارپوه او د قانون پخواني وفاقي وزير سيد افتخار حسين ګيلاني وينا وه چې په ١٩٧٧ کې مارشلاء لګيدو نه وړاندې ذولفقار بوټو هم پوځي عدالتونه جوړ کړي و او دغه پوځي عدالتونو يوڅو مياشتې ورستو پوځ په اقتدار کې راغلې نو دا عدالتونه هم ذه جمهوري نظام لپاره خطره ګنړم او په آئين کې خو عدالتونو يو ځان له حيثيت لري نو ذه د حکومت په دې فيصله خوشحاله نه يمه او دا په عدالتونو د حکومت بداعتمادي ښايي
د سياسي چارو کارپوه حسن عسکرۍ وايي چې د پوځي عدالتونو چې کومه فيصله شويده نو دا د دې خبرې ثبوت دې چې حکومت ګنې چې عدالتونه او د دې طريقه کار دا حالات نشي قابو کولی نو دا د سياسي ادارو ناکامي ياکمزورۍ طرف ته اشاره ده او دې فيصلې ورستو د پوځ حيثيت زمونږ د سياسي ادارو او سياسي حکومت په نسبت مضبوطۍ طرف ته روان دی.
نوموړي زياته کړه ((چې حکومت دا ګام ځکه پورته کړو چې ترهګرو لخوا به عدالتونو ته دړکې ورکول کيدې او دوی به په وخت فيصلې نشوی کولې خو دا هم د حکومت کمزوري ښيي چې خپلو ادارو ته تحفظ نشي ورکولې او د دې مطلب دا هم شو چې کوم يو کار زموږ سياسي ادارې او سياسي حکومت نشي کولی نو پوځ ته به يي سپاري په راتلونکي کې که دا يوځي عدالتونه چاته سزا ورکړي نو دا نور عدالتونه به ورته وايي چې دا سزا مونږ نه بلکه پوځي عدالتونو درکړې نو زما په خيال دوي يو طرف ته پوځ خوشحالول غواړي او بل پلو د ترهګرو خفګان نه ځان بچ کوي))
ياده دې وي چې د روانې مياشتې په ١٦ نيټه د پيښور په ارمي پبلیک سکول د حملې په دويمه ورځ ګورنر هاوس پيښور کې د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې د پارلماني ګوندونو د مشرانو او غړو يوه غونډه وشوه چې پکې د داخله چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان په مشرۍ کې يوه کميټي جوړه کړل شوه او يادې کميټۍ ته د ترهګرۍ په ضد قامي ايکشن پلان جوړولو لپاره د اوو ورځو مهلت ورکړل شو، تيره ورځ شوي ټول ګونديز کنفرنس کې د دغه کميټۍ په سفارشاتو اتفاق وکړل شو.