پولیس او ځايي خلک وايي چې نن (نومبر ۱۹) سهار وختي نامعلومو وسلوالو د جانيخېلو(ځونیخېلو) يو نامتو مشر ملک شودي خان په ګډون څلور کسان وژلي او شپږ نور يې ټپیان کړي دي.
دوی مشال راډيو ته وويل چې ملک شودي خان په خپل موټر کې له جانیخېلو څخه د بنو پر لور روان وو چې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې. په وژل شويو کې هغه، د هغه وراره، يوه ښځه او ډرايور او په ژوبلو کې بیا يوه ښځه او درې ماشومان دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د جانيخېلو غړي ګران وزیر مشال راډيو ته وويل چې پر ملک شودي خان حمله د جانيخېلو پر سي پېک سړک شوې ده. پوليسو مشال راډيو ته د پېښې تصديق کړی، خو نور تفصيل يې ور نکړ البته دومره يې وویل چې د پېښې پلټنه کوي او مقدمه يې درج کړې ده.
ملک شودي خان د وړيکی اوسېدونکی او د سيمې په مخورو مشران کې وو. تراوسه پورې هېچا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.
تر دې وړاندې نه يوازې په جانيخېلو بلکې په نورو قبايلي سيمو کې وسلوالو قبايلي مشران، مدني فعالان، سیاسي فعالان، پوليس او امنیتي ځواکونه وژلي دي چې پرضد يې ځايي خلکو مظاهرې، پرلتونه او پاڅونونه کړي دي.
په جانيخېلو د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۲۱مه هم نامعلومه وسلوالو د امن غونډو منتظم او د جرګو یو مشر ډاکټر نور محمد وزیر په هدفي برید کې وژلی وو چې پرضد يې احتجاج کړی وو.
په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.
تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.
د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.