د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمير کې په نوم پښتون نيول کېږي'


تر دې دمه تر٢٠٠ زيات پښتانه چې د مردان، کرک، صوابۍ، پېښور او د پښتونخوا او افغانستان په ګډون د ګڼو نورو سیمو اوسېدونکي دي د مظفر اباد، ډوډيال، مير پور او کوټلۍ په علاقو کې نيول شوي دي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې پوليسو د نهې پر ورځ د افغانستان او خېبر پښتونخوا ګڼ پښتانه نيولي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمير کې کارکوونکيو خواريکښو او دوکاندارانو وويل، چې دوی دلته خپله خواري مزدوري کوي خو له تېرې ورځې راهسې ورته ځايي پوليسو او رېنجر ځواکونو له سیمې د وتو خبردارۍ ورکړی دی.

له کرک سره اړه لرونکي ظاهرشاه خټک مشال راډيو ته وويل چې تر دې دمه تر٢٠٠ زيات پښتانه چې د مردان، کرک، صوابۍ، پېښور او د پښتونخوا او افغانستان په ګډون د ګڼو نورو سیمو اوسېدونکي دي د مظفر اباد ، ډوډيال، مير پور او کوټلۍ په علاقو کې نيول شوي دي.

د ده په وينا چې دا پښتانه پېژندپاڼې «شناختي کارډونه« هم لري خو بيا یې هم ځايي پوليس بې ځايه تنګوي.

« زه دا وخت په ډوډيال سيمه کې موجود يم، دلته پرون «سېشنه» د افغانستان او پښتونخوا تر دوو سوو زیات پښتانه نيول شوي دي. اصل خبره خو د افغان کډوالو ده، خو د دې په ترڅ کې د مردان او د خېبرپښتونخوا له نور سيمو خلک نيول کېږي او بې ځايه یې د دې ځای پوليس تنګوي او دا خلک خو څه ترهه ګر نه دي بلکې دوی خو دلته خوارۍ مزدورۍ ته راغلي دي خو اوس ورپسې د ازاد کشمير حکومت راخیستې ده«

هم دا شان په کشمېر کې مېشت د باجوړمحمد زمان مشال راډيو ته وويل، چې د دوی ژوند په کشمير کې ډېر تنګ شوي دي، ځایي پوليس یې په ناحقه تنګوي او کار ته یې نه پرېږدي:

»مشکلات دا دي چې دلته مو پوليس ډېر تنګوي او مزدورۍ ته مو نه پرېږدي او وايي چې کشميرپريږدئ.پوليسو داسې کار راخیستی دی که د پاکستان وي او که د افغانستان خو چې پښتون وي نو نيسې یې او تاڼې ته یې اچوي. بيګا د شپې یې زما درې ملګري ونيول او نن یې راخوشي کړل خو شناختي کارډونه یې ترې اخیستي دي چې تاسو به بيا راځئ«

يو بل دوکاندار نېک محمد د مشال راډيو له لارې د خېبرپښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی تپوس او پوښتنه دې وکړي.

« زه د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرم او دلته له شلو کالو راهیسې دوکانداري کوم خو اوس د ازاد کشمير پوليس راځي او موږ ته نوټسې راکوي چې تاسو له دې ځایه ووځئ. نو موږ د پاکستان تحريک انصاف له مشره عمران خانه، له وفاقي حکومته او د خېبر پښتونخوا له وزير اعلا پروېز خټکه غوښتنه کوو چې زموږ تپوس دې وکړي»

کله چې مشال راډيو د خېبرپښتونخوا د حکومتي ډلې پاکستان تحريک انصاف له مردانه د قامي اسمبلۍ غړي علي محمد خانه وپوښتل نو هغه وويل چې دی به دا مسله د خېبر پښتونخوا له وزير اعلا پروېز خټک سره هم او له وفاقي سره هم راپورته کوي:

«زه فکر کوم چې وفاقي حکومت له داسې طريقه کار خپلول پکار دی چې د خره پر ځای کولال ونه داغي، که ترهه ګر نيسي نو ودې نيسي، موږ یې هم ملګري يو خو په ترهه ګر او خواريکښ کې دې توپير وکړي. اوس يو سړې دى او د پاکستان شناختي کارډ هم لري او هغه د پاکستان په یو ګوټ کې د خپلو بچو لپاره یو ګوله ډوډۍ ګټي نو بايد چې هغه تنګ نه کړل شي. نو زه به له وفاقي حکومت سره هم او د خېبرپښتونخواله وزير اعلا پروېز خټک سره هم په دې مسله خبره کوم، ځکه چې دا د خېبر پښتونخوا د حکومت فرض هم جوړېږي چې د خپلو خلکو د تحفظ خيال وساتي. نو زه به ورته وايم چې دا مسله نېغ په نېغه د ازاد کشمير له حکومت سره راپورته کړي، چې پښتانه دې بې ځايه نه تنګوي»

همدا راز چې مشال راډيو کله په دې اړه د افغان کډوالو لپاره د اقوام متحده د ادارې يو اېن سي اېچ ار له وياندې دنيا اسلم خانه وپوښتل نو هغې وويل: »دا وخت په ازاد کشمير کې قريبا ٥٨٠٠ رجسټرډ افغانان مېشت دي او د پاکستان له هغه اعلانه وروسته چې نارجسټرډ افغانان به له دې خاورې باسي. د هغه په ترڅ کې په ازاد کشمير کې هم ځينې افغانان نيول شوي دي او په دې اړه يو اين سي ار د ازاد کشمير له حکومت، له وفاقي حکومت،له سيفران وزارت او دغه ډول له افغان کمیشنرېټ سره هم په رابطه کې دي چې ژر تر ژره دغه نيول شوي افغان کډوال خوشي کړي، چې د پيژندګلو کارډونه لري. ځکه چې د اقوام متحده د چارټرډ له مخې هغه کډوال چې د مهاجرت پيژندپاڼې یا کارډونه لري په زور نشي وېستل کېدلی»

کله چې مشال راډيو په دې اړه د مظفر اباد د پوليسو سره رابطه وکړه نو يو پوليس اهلکار د نوم نه ښودلو او اواز نه ثبتولو په شرط وويل چې دوی پرون يو شمېر ناقانونه افغان کډوال نيولي دي او ځينې نور پښتانه هم دي چې له پلټنو وروستو به پرېښودل شي.

XS
SM
MD
LG