پېښور: په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ د لوډشېډنګ پر ضد مظاهرو کې د بجلۍ ګريډ شټېشنو او نورو سرکاري ودانېو ته زیان رسيدلی دی.
د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا په چارسده ، صوابۍ او یو شمېر نورو سيمو کې خلکو مشال راډيو ته ويلي چې هلته د ورځې تر څه باندې شلو ساعتونو بجلي نه وي.
ځايي خلک وايي چې په يادو سيمو کې د بجلۍ د لوډشېډنګ پر ضد مظاهره کوونکو باندې پوليسو تشدد کړی دی.
د صوبايي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د جمعې په ورځ په پيښور کې يو خبري غونډې ته د وينا پر مهال مرکزي حکومت ته دهړکه ورکړې چې د بجلۍ د لوډ شېډنګ ستونزه دې هواره کړي ګنې پر ضد به يې احتجاجي تحريک پېل کړي.
د بجلۍ او اوبو وفاقي وزير مملکت عابد شير علي نن ويلي دي چې په ملک کې ۱۵۰۰۰ ميګاواټه بجلي پيدا کيږي خو ضرورت يويشت زره مېګاواټه ته رسيدلی دی.
د عابد شير علي په خبره دوي هڅه کوي چې د بجلۍ په لوډشېډنګ قابو ومومي.
بل پلو د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې هم د بجلی لوډشيډنګ پر ضد د شنبې په ورځ خلک لارو کوڅو ته راوتي وو.
دوی هم شکايت کوي چې په څليرويښت ساعتونو کې ورته يوازي دوه ساعته بجلي ورکول کيږي.