امریکا وايي پاکستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د نويیمو کلونو په شان چې له افغانستانه د روسي ځواکونو له وتلو وروسته یې یوازې پریښی و ، دا ځل به یې یوازې نه پریږدي.
په پاکستان کې د امریکا سفیر رچرډ اولسن پرون په پېښور کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان او پاکستان سره به خپلې اړیکې مظبوطې ساتي :
« موږ به په دې سیمه کې ځان بوخت ساتو. موږ د نويیمو کلونو په تاریخ خبر یو، چې د افغانستان نه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا د دې سیمې سره اړیکې وشکولې، خو اوس به دپاکستان سره د اړیکو نوعیت بدلیږي.موږ به د دې ځای سره خپلې اړیکې پالو. »
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په تیرو څوارلسو کلونو کې په افغانستان کې مثبت بدلون مخې ته راغلی او د خلکو ژوند هم ډیر ښه شوی دی.
« په دوه زره یو کال کې افغانستان څنګه و ؟ او اوس څنګه دی ؟ فرق واضحه دی. اوس په زیات شمیر کې افغانانان صحي صهولتونه لري، د نجونو په تعلیم بندیز نشته ، کابل د استوګنې وړ ځای ګرځیدلی، دغلته پنځه میلیونه خلک ژوند کوي. »
نوموړي زیاته کړه چې په تیرو څوارلسو کلونو کې افغان ځواکونه ښه روزل شوي او ښکاره بیلګه یې د پارلیمان پر ودانۍ د وسله والو د برید مخه نیول دي.
نوموړي همدارنګه یاده کړه چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن نخښه کول هم د دوی لپاره لویه بریا او د القاعدې لپاره ستره ماتې ده.