د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ ملکي چارې پرمخ وړي


ډان ورځپاڼې د پاکستان په سیاست کې د پوځ په کردار او هیواد د ستونځو د هواري لپاره د جمهوریت د قوي کولو په موضوع د ډاکټر نیاز مرتضا لیکلې مقاله خپره کړیده ـ

په مقاله کې راغلي دي ــــ دا وخت په پاکستان کې د سیند، بلوچستان او وفاقي حکومتونو کار اغیزمن شوی او د هېواد چارې په غیرمستقیمه توګه د پوځ په کنټرول کې دي.

په تېرو وختونو کې د پوځ سیاسي هلې ځلې دا وې چې په پټه ګاونډي هېوادونه او په هېواد دننه منتخب شوي حکومتونه غیرمستحکم کړي. خو اوس د پاکستان سیکیوریټي اسټیبلیشمنټ هغه قانوني برخو ته ورننوتې دي چې عموما د ولسي ادارو په واک کې وي. پوځ مخکې پټ وو او اوس خپل دغه شان هلې ځلې په څرګنده پرمخ وړي.

ډاکټر نیاز مرتضا لیکي ـــ د پوځ دې اعتماد ځنې خلکو ته دا تآثر ورکوي چې ګنې یوازې پوځ هېواد له بحرانونو راویستلی شي. په تېرو وختونو کې پوځي جرنیلانو درې ځله منتخب حکومتونه مات کړل او ټول واک يې په خپلو لاسونو کې واخیستو نو د هېواد معاملې ورسره د ښه کېدو پر ځای نورې هم پېچلې شوې. لیکوال پوښتنه رااوچتوي چې په موجوده وخت کې چې کله پوځ واک په غیرمستقیمه توګه لاس ته کړی دی نو آیا دا به د ستونځو په هوارولو کې بریالی شي کنه؟

لیکوال د پوځي عدالتونو مثال ورکوي او لیکي ــــ سره د دې چې سیاستدانان د پوځي عدالتونو په موضوع د پوځ ملګري دي خو خلکو ته انصاف ورکول د پوځ کار نه دی. دغه شان په کراچۍ کې رېنجر ځواکونو د ترهه ګرو پر ضد عملیات وکړل او اوس وايي چې په کراچۍ کې درغلۍ د ۲۳۰ میلیاردو روپو تاوانونه اړولي دي. آیا د کرپشن یا درغلۍ خبره د دقیقو څیړنو په بنیاد کېږي او که نه د بې باوره مېډیا له راپورونو اخستل شوې ده؟

ډاکټر نیاز مرتضا وړاندې لیکي ــــ له دې سره د پاکستان ستونځې نشي هواریدی. باید د پاکستان امنیتي اسټیبلیشمنټ په کراچۍ او قبایلي سیمو کې د ترهه ګرو پر ضد په جګړه توجه ورکړي او دا خبره ومني چې د پاکستان تقدیر او پرمختیا د زورور پوځ پر ځای د کمزورو سیاستدانانو سره تړلې ده.

XS
SM
MD
LG