د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ټل سیمه کې « په اوسنيو حالاتو کې د شاعر او ادیب ذمه واري » تر سرخط لاندې یو سیمینار وشو. دا سیمینار د مترقي لیکوالو د یوې نوې تاسیس شوې ټولنې « مترقي لیکونکې ټل » په نوښت جوړ شوی و.
په دې سیمینار کې چې لسګونه لیکوالو ، شاعرانو او ولسي خلکو برخه اخیستې وه دوو تنو کارپوهانو ویناوې وکړې. لومړی وینا کونکی د باچاخان ایجوکیشن ټرسټ مشر پروفیسر خادم حسین او دوهم ویناوال لیکوال او څیړونکی ډاکټر محب وزیر و. دواړو په خپلو ویناوو کې پښتنو ته په ورپېښو کشالو رڼا واچوله او د امن په راوستلو کې یې د شاعرانو او ادیبانو د رول په اړه خبرې وکړې.
د مترقي لیکوال ټل د یو غړي او پیژندل شوي شاعر او لیکوال شمس فګار سره نجیب عامر خبرې کړي چې دلته یې اوریدلی شئ :