د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان لاهم ناراجستر افغان کډوال نه راجستروي"


په پاکستان کې مېشت ناراجستر افغان کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې خپله وعده دې پوره کړي او زرترزره دې یې نوملیکنه پیل کړي.

په پېښور کې مېشتیو غیر راجستر افغان کډوال غلام نبي مشال ریډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت د روان کال په مارچ میاشت کې وویلې ول چې په پاکستان کې مېشتټول غیر راجستر کډوال به په څلورو میاشتو کې راجستر کوي قریبا اوه (۷) میاشتې تیرې شوې خو تراوسه یې د دوی رجسټریشن شورو نکړو نو حکومت ته (خواست کوو) چې زرترزره دې خپله وعده پوره کړي.

د نوموړي وینا وه چې په پاکستان کې له مجبورۍ اوسېږي خو له بده مرغه دلته د اوسېدو لپاره هم قانوني اسناد هم نه لري او چې کله یې هم پولیس ونیسي نو ډېر یې ځوروي، حکومت دې یې په حال رحم وکړي او زر تر زره دې یې راجستر کړي.

د یادونې دهچی د روان کال په اګست میاشت کې د پاکستان د سیفران وزیر عبدالقادر بلوچ سره د خپل پلاوي په کابل کې د افغانستان مهاجرینو وزیر سید علمي بلخي سره لیدلي ول او دواړه چارواکو دا خبره باوري کړه چی غیر راجستر کډوال به خامخا راجستروي.

دا دې هم یاده وي چی د سيفران وفاقي وزير عبد القادر بلوچ د ملګري ملتونو كډوالو لپاره های كمشنر انتونيو ګویټرز چې د روان کال په جون میاشتی کی د اسلام آباد په سفر و، له هغهسره ګډه خبري غونډه کې هم دا خبره تکرار کړې وه چې د دې غیر راجستر کډوالو نوملیکنه به ډېر زر پیلوي.

په اسلام آباد کی د افغانستان سفارت کی د کډوالو د چارو د مشر مرستیا زبیح الله د دې پښتنې چې د غیر راجستر افغان کډوالو رجسټریشن نه شورو کیدو لړ کې یې د پاکستان حکومت سره څه رابطه کړیده په ځواب کې وویل چې څو وارې یې د پاکستان سیفران وزارت ته اي میل سره سره مکتوبونه هم لیږلې دي خو د یاد وزارت لخوا ورته تر دې دمه څه مثبت جواب نه دی ورکړل شوی.

خو چې کله مشال ریډیو دې لړ کې د سیفران وزارت سره تماس ونیولو نو د وزارت یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل چې د ځینې تکنیکي ستونزو په وجه تراوسه دا رجسټریشن شورو نکړل شو خو امکان دی چې په روانه میاشت کې به یې شورو کړو.

د ذکر ده چې د داخله چارو وزیر چودري نثار علي خان د اګست میاشتې په ۲۴ نیټه په اسلام آباد کی یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د داخله وزیر په حیث یې کابینی ته وویل، د غیر راجستر کډوالو د رجسټریشن په تجویز ورته اعتراض دی ځکه چی دا شان به دې کډوالو ته یوه بله قانوني لاره ملاو شي، باید افغانستان حکومت دې د دې غیر راجستر کډوالو په ښه شان واپسي یقیني کړي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو این اېچ سي آر ترمخه چې دا مهال په پاکستان د ١٥ لکو څخه زيات رجسټرډ کډوال ژوند کوي او دې کډوالو ته ورکړل شوي پي او آر کارډونو موده به د روان کال تر وروستیو پای ته رسي.

د دې راجستر کډوالو په پاکستان کې د ایسارتیا موده غځولو پحقله د سیفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ قریبا دوه میاشتې وړاندې یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د افغان كډوالو ستنېده به د یودېرشم (۳۱) دسمبر ۲۰۱۵ پس په دوه كاله كې بشپړ شي او یوازی د پاکستان کابینه د افغان کډوالو په پاکستان کې د ایسارتیا موده غځولی شي.

XS
SM
MD
LG