د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د لکي مروت سيمېنټ کارخانې پښتانه مزدوران اېستل کېږي"


"د لکي مروت سيمېنټ کارخانې پښتانه مزدوران اېستل کېږي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

"د لکي مروت سيمېنټ کارخانې پښتانه مزدوران اېستل کېږي"

اسماعيل وايي، په لکي مروت سیمېنټ کارخانه کې تر دوه زره لسم کاله پښتانه مزدوران ډېر ول خو اوس یوازې د پنجاب صوبې مزدوران اخیستل کېږي او پښتانه پکې ډېر لږ پاتې شول.

د خېبر پښتونخوا په جنوبي سیمه لکي مروت کې د لکي سيمېنټ کارخانې پښتانه مزدوران ادعا کوي چې د پنجاب افسرانو په کارخانه قبضه کړې ده، او د پښتنو په سیمه کې ځايي مزدوران له خپلو بنيادي حقونو بې برخې کوي.

د پښتنو مزدورانو ټولنې مشر محمد اسماعيل مشال راډيو ته وويل چې د خپلو غوښتنو په لړ کې له تېرو درو میاشتو پر احتجاج دي او هر در یې ټکولی دی، خو هېڅ يو ځايي مشر یې نه پوښتنه کوي چې غوښتنې یې څه دي.

اسماعيل زياته کړه چې که يو مزدور مړ شي د هغه هېڅوک هم پوښتنه نه کوي او نه یې د کورنۍ تپوس ته یو څوک ورځي۔ دلته تر دوه زره لسم کاله پښتانه مزدوران ډېر وو خو اوس یوازې د پنجاب صوبې مزدوران اخیستل کېږي او پښتانه پکې ډېر لږ پاتې شول.

د خپلو غوښتنو په لړ کې اسماعيل وويل چې بنيادي تنخواه د پاکستان سرکار له خوا دولس او پينځلس زره روپۍ ټاکل شوې خو دلته پښتانه مزدوران په اته، نهه او لس زره روپو کار کوي. په سيمېنټ کارخانه کې هر کال پينځه فيصده ګټه مزدورانوته ورکول کېږي خو له ۱۹ کلونو راهیسې دوی ته دغه حق نه دی ورکړل شوی.

اسماعيل زياته کړه چې که يو مزدور مړ شي د هغه هېڅوک هم پوښتنه نه کوي او نه یې د کورنۍ تپوس ته یو څوک ورځي۔ دلته تر دوه زره لسم کاله پښتانه مزدوران ډېر وو خو اوس یوازې د پنجاب صوبې مزدوران اخیستل کېږي او پښتانه پکې ډېر لږ پاتې شول.

د يادې سيمې د قامي اسمبلۍ غړي کرنل ريټایرډ اميرالله مشال راډيو ته وويل چې څو مياشتې وړاندې یې له دغه مزدورانو سره ملاقات کړی او په راروانه اوونۍ کې به يو وارې بيا له دوی سره ليده کاته کوي.

اميرالله وويل «د کارخاني چارواکو یو څو تنه مزدوران اېستل شوي اودا د تېر حکومت له وختونو راروانه مسئله ده.

((ما څو مياشتې وړاندې د دوی د مشرانو سره ليده کاته کړي وو، اوس يوه مياشت وشوه چې نه مې دي ليدلي خو په راروانه اوونۍ کې به ځم او د دې ستونزې د هواري لپاره به څه تګلاره ټاکو))

مشال راډيو چې کله د کارخانې له چارواکو سره خبرې کول وغوښتل نو د ذيشان په نامه یوه تن وویل چې د دې کارخانې مشر انور حيات دا وخت نشته، ورځ دوه پس به راځي او دا ټول معلومات يواځې له هغه سره دي.

د لکي سيمېنټ پښتانه مزدوران دا تور هم لګوي چې د دغه سيمې مشران، سياستدانان، تر دې چې خبریالان هم له کارخانه داره پېسې اخلي او د عام غريب مزدور غږنه پورته کوي.

محمد عمران اسلام اباد

XS
SM
MD
LG