د اکتوبر د شپږویشتمې نیټې زلزلې د نورو سیمو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په کوهستان ضلع کې هم خلک ډیر زیات وځپل.
د کوزه او بره کوهستان خلک چې کورونه یې زلزلې وران کړي وايي د خوراکي موادو ، درملو او ګرمو جامو او بسترو ته ضرورت لري. دوی له حکومته د مرستو غوښتنه کوي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث چې کوهستان ته تللی، له هغه ځایه یې څو انځورونه موږ ته را استولي دي.