د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ لوبغاړو د نجونو پر تعليم د طالبانو بندیز غندلی او د لیرې کولو غوښتنه یې کړې ده


راشد خان او محمد نبي د یوې لوبې په وخت - انځور له ارشیفه
راشد خان او محمد نبي د یوې لوبې په وخت - انځور له ارشیفه

د افغانستان د کرکټ یوشمېر لوبغاړو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو پر تعليم دې لګولی بندیز ليرې کړي.

د افغانستان د ۲۰ اووره کرکټ ملي‌ لوبډلې مشر راشد خان د ډېسېمبر پر څلورمه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د طالبانو له خوا پر نجونو د تعليم بندیزونو خواشینی او مایوسه کړی دی: "لکه څنگه چې د یو ‌هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کېږي، همداراز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې برسېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي."

راشد خان هيله ښوولې چې د طالبانو حکومت پر خپله هغه پرېکړه بیا غور وکړي او افغان نجونو ته به "د اسلام مقدس دین د اصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره شي."

په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هبت الله د ډېسېمبر پر درېيمه امر وکړ چې د نجونو ټولې طبي تعلیمي ادارې دې بندې شي. دا د هغو بندیزو دوام دی چې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي. طالبانو پر هغه نېټه په افغانستان کې حکومت ونيو او په لومړنيو امرونو کې یې يو دا عملي‌ کړ چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له تعليمه منع کړې.

يو بل مشهور افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي پر ښځو د طالبانو بندیزونه "غیرعادلانه او خواشينوونکي" بللي دي.

هغه د ډېسېمبر پر څلورمه پر فېسبوک او اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي، "دا پرېکړه یوازې د دې نجونو راتلونکې ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي."

د هغه په وينا، یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ټول وګړي یې د تعلیم او تحصیل حق ولري او هېڅ برخه پکې محرومه نه وي. "زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې پر دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي."

رحمان الله ګربز، شرف الدین اشرف او ځينو نورو افغان لوبغاړو هم د ټولنیزو رسنيو له لارې پر افغان نجونو د طالبانو بندیزونه غندلي دي.

اشرف پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "موږ د کرکټ لوبغاړي د هېواد له خویندو سره د زده کړو په برخه کې ترڅنګ ولاړ یو او پر وړاندې یې د خنډ جوړېدو په حالت کې د ناهیلۍ احساس کوو."

طالبانو په سمدستي ډول د افغان ملي لوبغاړو د غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي، خو په تېرو وختونو کې یې خپل اقدامات "له شريعت سره سم" بللي.

د طالبانو حکومت له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې وايي چې د نجونو د تعليم او د ښځو د کار لپاره پر يو "اسلامي چوکاټ" جوړولو کار کوي.

طالبانو په دې تړاو د مظاهره کوونکو افغان ښځو او سیاستوالانو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د نړيوالو ادارو، اروپايي ټولنې، اسلامي همکاريو سازمان، د کعبې د امام او ګڼو نورو عالمانو هغه غوښتنې هم رد کړي چې وايي نجونې دې له تعليمه نه محروموي.

د یادونې ده چې په تېرو وختونو کې د بشري حقونو ځينو افغان فعالانو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړو تنقید کاوه چې ولې خپل اثر او رسوخ نه کاروي او ولې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو ګامونه نه غندي؟

پر نجونو د تعليم د بندیز له وجې، د اسټراليا کرکټ بورډ پرېکړه کړې چې د افغانستان له ملي‌ لوبډلې سره به دوه په دوه سیالۍ نه کوي. اسټراليا له همدې امله څو ځلې خپلې پلان شوې لوبې ځنډولې دي.

XS
SM
MD
LG