د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل د پوځ ځېنې لوړپوړي افسران له دندو لرې کړل


د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف

راولپېنډۍ - د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د پوځ ځېنې لوړپوړي افسران له دندو لرې کړې دي.

پوځي سرچینو د زیارت پر ورځ مشال راډیو ته وویل، جنرال شریف د درغلیو په تور ۱۱ افسران له دندو ګوښه کړي دي چې پکې جنرال عبېد الله خټک، جنرال اعجاز شاهد، برېګېډییر رشید، اسد شهزاد او سیف الله شامل دي.

سرچینې وايي، دا افسران د پوځ احتساب ادارې تر پلټنو وروسته له دندو ګوښه کړل شوي دي او ټول مراعات ترې اخیستل شوي دي.

پوځ مشر امر کړی چې له دې افسرانو دې هغه ټولې شتمنۍ او پیسې واخیستل شي چې په درغلیو یې پیدا کړې دي.

څو ورځې مخکې راحیل شریف په کواټ کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د اداري فساد یا کرپشن له ختمولو پرته پاکستان پرمختګ نشي کولای.

د پوځ مشر دا اقدام یو بېساری عمل ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG