د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی سلاکار سورن سنګ ووژل شو


سورن سنګ
سورن سنګ

عوامي نيشنل ګوند او نورو سياسي ګوندونو پر حکومت نيوکې کړي چې د ترهګرۍ ضد واضحه دريځ نه لري چې له کبله يې د وسله والو د بريدونو مخنیوی نه کيږي.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي د وزيراعلی د سلاکار او صوبايي اسمبلئ غړي، سورن سنګ د وژنې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي.

د تحريک انصاف ګوند غړی سوزن سنګ پرون په خپل کلي بونير کې په ډزو ووژل شو. تحريک طالبان پاکستان يې زمه واري پر غاړه اخيستې.

د صوبايي حکومت وياند مشتاق غني نن مشال راډیو سره خبرو کې ووېل چې سورن سنګ به په خپل کلې کې له ساتونکو بغير، یوازې ګرځېدلو نو ځکه په اسانه د وسله والو هدف شو.

په دې وطن اور بل دی خو د تحريک انصاف حکومت يوازې ننداره کوي. زه دا پوښتنه کوم چې عمران خان په خپله یوه احتجاجی ناسته یا جلسه کې د ترهګرۍ ضد کومه خبره کړې ده؟
سردارحسين بابک

مشتاق غني زياته کړه: ((بيا هم پوليسو په ساده جامو کې د هغه د کور خوا او شا نظر ساتلو. بريد پر هغه د خپل کور سره نيزدي شوی دی. تر دې وړاندې هم د صوبايي اسمبلۍ دوه غړی او یو صوبايي وزیر په نښه کړل شوي وو. خو فرق يې دا وو چې هغوی په ځانمرګي بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی وو.))

که څه هم نوموړي وويل چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، حکومت کوشش کوي چې د وسله والو د مخنيوي لپاره پوره پوره ګامونه واخلي خو اپوزيشن ډلې وايي چې خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکمران ګوند د ترهګرۍ د ختمولو لپاره واضحه پاليسي نه لري.

صوبايي اسمبلۍ کي د عوامی نېشنل ګوند پارلیمانی مشر سردار حسېن بابک نن د شنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل: ((د امنيتي ځواکونو غړي، سياستوالو او عام وګړي وژل کيږي، په حجرو او جماتونو بريدونه شوې او په دې وطن اور بل دی. دلته د تحريک انصاف حکومت يوازې ننداره کوي. دوی د بدامنۍ ختمولو لپاره ځان زمه واره نه بولي. زه دا پوښتنه کوم چې عمران خان په خپله یوه احتجاجی ناسته یا جلسه کې د ترهګرۍ ضد کومه خبره کړې ده؟))

ياده دي وي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره قامي ايکشن پلان په نامه نوې پاليسي جوړه کړې. د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت وياند مشتاق غني د اپوزیشن ډلو نيوکې ردوي او وايي حکومت يې د قامي ايکشن پلان د عملي کولو لړ کې سنجېده ګامونه اخيتسي دي.

XS
SM
MD
LG