د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي د ډیورنډ د دواړو غاړو خلک ترهګرۍ زیات ځپلي او یوې دایمي سولې او ټیکاو ته اړتیا لري.
نوموړي په کابل کې مشال راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې دی همدارنګه هیلمن دی چې د سولې بهیر به کامیابه شي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته ستنیدو ته هم په مثبت نظر ګوري.
حامد کرزی وايي که څه هم د سولې لپاره د څلورو هیوادونو هڅې د پام وړ دي، خو ترې دا هم جوتیږي چې د افغانستان د سولې پروسه په بهرنیو هیوادونو اډاڼه لري. ده زیاته کړه:
« دا چې چین، امریکا ، پاکستان او افغانستان په خپلو کې سره کېني، دا خو ښه خبره ده ځکه چې دوی په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي، خو په عین حال کې له دې دا هم ښکاره کیږي چې د افغانستان په خاوره کې دا مصیبت پردی دی. که دا معامله خارجۍ نه وای نو خارجیان زموږ په امورو کې ولې سره کېناستل. که دا زموږ خپل منځي شخړه وای نو په دې کې امریکې څه کول؟ چین څه کول او پاکستان څه کول؟ »
حامدکرزی وړاندې وايي که د افغانستان د سولې پروسه د بهرنیو په لاس کې وي نو بیا د سیمې ځینې نور هیوادونه لکه ایران، روسیه او هندوستان هم باید په دې پروسه کې ګډون وکړي.
د افغانستان خلک مسلمانان دي خو افراطیان نه دي، پاکستان د دین په نامه پر دوی افراطیت تامینول غواړي.پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
پخوانی افغان ولسمشر همدارنګه په افغانستان کې د بهرنیو مداخلې ته په اشارې سره وویل، کله چې افغان مجاهدینو د روسې خلاف وسله پورته کړه نو د پاکستان حکومت او پوځ ته ښه موقع په لاس ورغله چې په افغانستان کې مداخله وکړي او امریکا هم په دې کې د پاکستان سره ملګرې شوه. د هغې نتیجه دا شوه چې پاکستان په افغانستان کې د افراطیت روزنې ته ملا وتړله. نوموړی وايي پاکستان دې د پردیو په لوبه کې د پاکستان سره نه ودریږي، بلکه نېغ په نېغه دې د افغانستان سره په لوبه کې ودریږي.
په دې وروستیو کې پاکستان د تورخم په پوله سختي زیاته کړه او ویې ویل چې بغیر له قانوني اسنادو به هېچا ته د پولې له اوړېدو اجازه ورنه کړي. خو حامد کرزی وايي دا ګام ناسم دی:
« دلته مسئله بېله ده. دلته د ډیورنډ کرښه ده چې انګریزانو پر موږ تحمیل کړې ده. یو اولس یې دوه ځایه بیل کړی دی. له ۱۸۹۳ کال نه چې دغه کرښه تحمیل شوې ده، پر دې کرښې څوک په پاسپورټ نه دي اوښتي. د دې کرښې دواړو غاړو دغه کرښه منلې نه ده. د سرحد تړل به د پاکستان مشکل حل نه کړي. »
هندوستان سره زموږ دوستي ډیره پخوانۍ ده، موږ سره یې سترې مرستې کړې دي.حامد کرزی
له پخواني افغان ولسمشر نه دا پوښتنه هم وشوه چې پاکستان په افغانستان کې د هند د زیاتې ښکېلتیا څخه شکایت لري، نوموړي یې په ځواب کې وویل پاکستان دې د هند سره خپل مشکل حل کړي. نوموړی وايي هند او پاکستان دواړو له افغانستان سره مرستې کړي، خو فرق یې دادی چې پاکستان بیا نور کارونه هم کړي چې هغه بیا هند هېڅکله نه کوي.
پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ورته بلنه ورکړېده او دی به زر پاکستان ته لاړ شي. دی وايي هڅه به کوي چې د افراطیت د ختمولو لپاره د پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
له افغان ولسمشر سره د مشال راډیو بشپړه مرکه دلته واورئ: