د لاسرسي ځای

تازه خبر

درمان وايي ، پښتانه د خپل درد دوا په خپله هم میندلای شي


د درمان تنظیم مخکښ سعود شاه روغانی په ناروغانو کې د خوراکي توکو وېشلو پر مهال
د درمان تنظیم مخکښ سعود شاه روغانی په ناروغانو کې د خوراکي توکو وېشلو پر مهال

په درمان نومې دې تنظيم کې شامل يو شمېر ځوانان د تېر کال په څېر دا روژه هم د پېښور په روغتونو او مارکيټونو کې ګرځي او د غريبو خلکو تر مينځ روژه ماتی او د ماښام ډوډۍ ويشي.

پراګ: د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور او شاوخوا کې د روژې مياشتې له پيل سره سم د سيمې ځينو تعليم يافته ځوانانو د خپل يو تنظيم له لارې بې وزلو او اړو روژتيانو ته د خوراکي توکيو مرستې رسول شروع کړي دي.

دا ځوانان وايي ، پښتانه په دې وروستيو کلونو کې په خپلو سيمو کې د ناامنۍ پېښو او د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملياتو له کبله زيات ځپل شوي دي.

دوي وايي ،پښتانه ځوانان کولای شي د خپلو استعدادونو په کارولو سره د خپلو خلکو درد دوا کړي.

په درمان نومې دې تنظيم کې شامل يو شمېر ځوانان د تېر کال په څېر دا روژه هم د پېښور په روغتونو او مارکيټونو کې ګرځي او د غريبو خلکو تر مينځ روژه ماتی او د ماښام ډوډۍ ويشي.

د درمان غړي د روژه ماتي لپاره خوراکي توکو د تیارۍ پر مهال
د درمان غړي د روژه ماتي لپاره خوراکي توکو د تیارۍ پر مهال

​د دغه تنظيم يو مخکښ، د مردان د ساول ډېر کلي اوسيدونکی او د قانون طالب علم سعود شاه روغانی وايي، دی او ملګري يې غواړي پښتنو ته دا فکر ورکړي چې د حکومتي ادارو مرستو ته د انتظار کولو پر ځای هغوی بايد په خپله د يوه بل په کار راشي.

سعود شاه د خپل تنظیم په اړه مشال راډیو ته وویل ، درمان په اصل کې يو پليټ فارم دی چې په ترڅ کې يې موږ غواړو پښتنو ته وښييو چې موږ څنګه کولای شو چې يوه بل ته د مرستې لاس ورکړو.

ده وویل ، د خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو اوسيدونکي د ناامنې پېښو او د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځ عملياتو زښت زيات ځپلي دي. د دوی د ستونزو حل ته، هغه رنګ چې پکار وه، توجه و نه کړل شوه.

د مرستو وېش
د مرستو وېش

​سعود شاه وویل ، زموږ خلک بيا هم د مرستو لپاره حکومتي ادارو ته ګوري او په خپله هېڅ اقدام نه کوي. نو موږ يو څو ملګري سره ټول شو او تصميم مو ونيو چې د خپلو ملګرو، د هغوی له کورنيو او له نورو شتمنو پښتنو مرستې راټولې او د بې وزلو پښتنو د خير ښېګڼې چارې پرې پيل کړو.

روغانی زیاتوي، هڅه کوي چې هره ورځ له ۲۵۰ نيولې تر ۳۰۰ پورې غريبو او اړو خلکو ته د روژه ماتي لپاره خواړه ورکړي.

د نوموړي په خبره، دی او ملګري يې په پام کې لري چې د روژې په مياشت کې د خېبرپښتونخوا نورو ضلعو ته هم لاړ شي او له بې وزله خلکو سره ورته مرستې وکړي.

نوموړی وايي ، موږ که وغواړو چې د يو روغتون له بستر شويو ناروغانو او د هغوی له خپلو خپلوانو سره مرستې وکړو، نو د روغتون له يوه ډاکټر سره رابطه وکړو او له هغه د ناروغانو شمېر مالوم کړو. اکثره وخت موږ ته له ۲۵۰ نيولې تر ۳۰۰ پورې شمېر راکړل شي. په دې توګه، موږ هره ورځ لږ تر لږه ۲۵۰ غريبو او ضرورتمندو خلکو ته خوراکي مرستې ورکوو.

سعود روغاني او ملګرو يې د پېښور په خېبر ټيچنګ هسپتال کې هم، چې دا يو سرکاري روغتون دی، د ناروغانو، د هغوی د خپلو خپلوانو او د روغتون د ملازمينو تر مينځ د روژه ماتي خواړه ويشلي.

د شاهد خان په نوم د ياد روغتون د يو وارډ ملازم وايي چې دغو ځوانانو د خپل کار په ترڅ کې له غريبانو ډېرې دعاګانې اخيستي.

د درمان له خوا ناروغانو ته ورکړل شوي خوراکي توکي
د درمان له خوا ناروغانو ته ورکړل شوي خوراکي توکي

​شاهد خان زیاتوي ، خلک ترې ډېر خوشاله دي او دعاګانې ورته کوي، زموږ له زړونو هم ورته دعاوې وځي. په خپل لاس مې د دوی مرستې وېشلي، دوی به راسره ولاړ ول. خوشاله يم چې له دغو دعاګانو څخه به زما په برخه هم يو څه رسېدلي وي.

دی وايي ، په څلورو وارډونو، ميډيکل سي، ډي، اي او د ماشومانو په وارډ کې مو د ناروغانو خپلو خپلوانو او د هسپتال ملازمينو ته د خوراکي توکيو مرستې ورکړې دي.

د درمان تنظيم چلوونکی سعود شاه روغانی، چې د قانون طالب علم دی او په سيمه کې سياسي هلې ځلې هم کوي، وايي کارونه يې يوازې د روژې تر مياشت پورې محدوده نه دي، بلکې د ماشومانو د صحت او تعليم په برخو کې يو شمېر وړې پروژې يې هم پر مخ روانې کړې دي.

نوموړی پر پښتنو ځوانانو غږ کوي چې د خپلو خلکو د ستونزو د پېژندلو او هغو ته د حل لارو ميندلو په چارو کې ځانونه وکړوي.

XS
SM
MD
LG