د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا حکومت حقانيه مدرسې ته د ۳۰ کروړو روپو له ورکولو دفاع کوي


د حقانيه مدرسې مشر، مولانا سميع الحق
د حقانيه مدرسې مشر، مولانا سميع الحق

د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي د حقانیه مدرسې سره مالي مرسته د مدرسو د اصلاحاتو د بهیر برخه ده او دا مدرسه په تېرو حکومتونو کي د سیاسي اختلافاتو له وجی د حکومت له مالي مرستو بې برخي پاتی شوی وه نو ځکه ورته حکومت ديرش کروړه روپۍ ورکوي.

د خيبر پښتونخوا د تعليم صوبايي وزیر محمد عاطف خان او په صوبايي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف ګوند غړی شاه فرمان تېره ورځ د نوښار په اکوړي کې په حقانیه مدرسه کی د مولاناسمیع الحق سره ملاقات کې دغه مدرسې لپاره ځانګړو شوو پيسو د سم استعمال په اړه خبرې اترې کړي دي.

له دې ملاقات وروسته محمد عاطف خان مشال راډیو ته وويل چې په ابتدايي توګه به په حقانيه مدرسه باندې ۱۵ کروړه روپۍ مصرف کوي او د مدرسې له هایر سیکنډري سکول څخه به ډګري کالج جوړوي.

نوموړي زياته کړه: ((هڅه کوو چې دې مدرسه کي د استادنو د روزنې او عصري علومو په برخه کې اصلاحات راولو او هلته د کمپیوټر ساينس او انګریزۍ مضامېن په نصاب کي شامل کړو چې زده کوونکي د ديني علومو تر څنګنوی تعليم هم ترلاسه کړي.))

دا اداره په ډاګه د طالبانو ملاتړ کوي. ملامنصور چې کله د طالبانو امیر مقرر شو نو اول مولانا سمیع الحق هغه ومنلو او د هغه بېعت يې وکړ. نو ددې مطلب خو دا شو چې صوبايي حکومت ترهګرۍ او سخت دریځې عامول غواړي.

سره له دې چې په خيبر پښتونخوا کې په زرګونو مدرسې دي، حکومت ولې يوازې حقانيه مدرسې ته دومره پيسې ورکړي. عاطف خان په دې اړه وايي چې د متحده مجلس عمل حکومت پر مهال د حکمران جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند سره د اختلافاتو له وجې حقانيه مدرسه له حکومتي مرستو بې برخې شوې وه.

هغه زياته کړه: ((همدغه وجه ده چې موږ ورته پيسې ورکوو.))

حقانيه مدرسه په ۱۹۴۷ کال کې د مولانا عبدالحق په لاس جوړه شوې وه. اوس يې مشري د هغه زوی مولانا سميع الحق کوي. له دې مدرسې د افغان طالبانو پخوانيو مشرانو، ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور تر څنګ د حقاني نيټ ورک مشر جلال الدين حقاني او ګڼ نور پاکستاني طالبان فارغ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا حکومت مخالف سیاسي ګوندونو حقانيه مدرسې ته د دومره ډيرو پيسو د ورکړې سخت مخالفت کړی او وايي چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ ملاتړ کوونکې مدرسې سره بايد حکومت هيڅ مرسته ونه کړي.

دا هم ولولئ: پاکستاني مدرسې او د ترهګرو سره يې د تړاو تورونه

د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر مشال راډیو ته ووېل چې یادې مدرسې تل د وسلوالو او یاغيتوب ملاتړ کړی دی. هغه وايي: ((دې مدرسې ته پيسې ورکول د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې څخه سرغړونه ده. دا داسې یوه اداره ده چې په ډاګه د طالبانو ملاتړ کوي. ملامنصور چې کله د طالبانو امیر مقرر شو نو اول مولانا سمیع الحق هغه ومنلو او د هغه بېعت يې وکړ. نو ددې مطلب خو دا شو چې صوبايي حکومت ترهګرۍ او سخت دریځې عامول غواړي.))

له حقانیه مدرسې څخه مطبوعاتو ته رسيدلې يوه بيان کې مولانا سمیع الحق دا تورونه رد کړې دي.

محمد عاطف
محمد عاطف

د تعليم صوبايي وزير محمد عاطف هم د اپوزيشن ګوندونو د خبرو سره مخالفت ښئ. هغه مشال ريډيو ته وويل: ((که دا خبره وهم منو چې حقانيه مدرسه کې دغسي څه کيږي نو بيا خو هلته د ډير کار کولو ضرورت دی او زياتې پيسې ورله پکار دي. بل دوی دا وايي چې له دې مدرسئ ځينو ترهګرو دیني زده کړې ترلاسه کړي وي نو له دې ځايه خو په تيرو پنځوس، شپیته کلونو کې په لکونو خلک فارغ شوي دی نو که هغوی کې یو څو تنه ترهګرۍ اړخ ته تللي وي نو دې سره خو ټوله مدرسه له مالي مرستو بې برخې کول نه دي پکار.))

پاکستان کې د حکومتي شمېرو ترمخه دغلته خوا او شا دوه ويشت زره مدرسې موجودي دي خو ځيني مطبوعاتي رپورټونه وايي چې دا شمېر خوا او شا څلويښت زره دی چې اکثره يې د حکومت سره رجسټرډ نه دي.

XS
SM
MD
LG