د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنګله دېش کې د شپږو وسله والو په ګډون ۲۶ تنه وژل شوي


د بنګله دېش یو پوځي چارواکي ویلي د هېواد په سر ښار ډاکه کې د وسله والو لخوا په یرغمل شویو کسانو کې شل وژل شوي دي چې ټول بهرنیان دي.

بریګېډیر جنرل نعیم اشفاق چوهدري د جولایې پر دوېمه خبریالانو ته ویلي د وژل شویو کسانو مړي یې تر لاسه کړې دي چې زیاتره یې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.

خو نوموړي د وژل شویو د شناخت په اړه څهنه دي ویلي.

د بنګله دېش پولیسو ویلي شاوخوا سلو کمانډو یې د ډاکې په یو رسټورنټ په عملیاتو کې د دریو بهر ملکیانو په ګډون۱۳ کسان وژغورل.

دا رسټورنټ په هغه ځای کې دی چېرته چې د ښار سفارتي ودانۍ دي.

پولیسو ويلي د جولایې د دوېمې په عملیات کې یې هغه شپږ وسله وال ووژل چې کسان یې یرغمل کړي ول او رسټورڼت یې له وسله والو پاک کړ.

د جولایې میاشتې په لومړۍ نېټه هغه وخت وسله والو حمله وکړه کله چې خلکو د ماسښوتن ډوډۍ خوړله.

هغه وخت په رسټورڼت کې دوه جاپانیان، اووه اټالویان وګړي او یو شمېر هندوان موجود ول.

د پولیسو د کاروايي پر وخت له وسله والو سره د لسو ګنټو لپاره نښته رامنځ ته شوه او د پولیسو هغه کوښښ ناکام شو چې له وسله والو یې په مزاکراتو د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل غوښتل. د عملیاتو په پای کې د رسټورنټ له دننه د دوه چاودونو غږونه هم واورېدل شول.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د برید زمه واري منلې او ویلي یې دي چې ۲۴ کسان یې وژلي دي.

په رسټورنټ کې شاوخوا۳۵ کسان یرغمل وو.

پولیسو او عیني شاهدینو ویلي وسله والو په ګلشن سیمه کې هولي ارټېسن نومي رسټورنټ باندې د شپې شاوخوا نهه بجې حمله وکړه.

باور کېږي چې برید کوونکو سره لاسي بمونه او ټوپکې وې. په بنګله دېش کې د اټلي سفیر په اټالوي سرکاري ټي وي ویلي چې په یرغمل شویو کې اووه کسان اټالوي ول.

د هغه په خبره دا یو ځانمرګي برید و چې د مزاکراتو پکې هېڅ ګنجاېش نه و.

په دې ورستیو کې په بنګله دېش کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې او القاعدهیو شمېر کسان په نښه کړې دي چې پکې بهرنیان، هم جنس پرستان او مذهبي اقلیتونه شامل دي.

په دغه هېواد کې په تېرو اتلسو میاشتو کې په وسله وال تشدد کې زیاتوالی راغلی دی.

حکومت دوه وسله والې ډلې انصار الاسلام او جماعت المجاهدین زمه واره ګرځوي.

XS
SM
MD
LG