د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د پي ټي اېم د مرکزي کمیټۍ غړی ملک عبدالصمد خان نیولی دی


عبدالصمد خان د یو لاریون پرمهال په منځ کې روان دی. (انځور:ارشیف)
عبدالصمد خان د یو لاریون پرمهال په منځ کې روان دی. (انځور:ارشیف)

بنو امن پاڅون یا قامي جرګې مشران وايي چې پولیسو د دوی د جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمیټې غړی ملک عبدالصمد خان نیولی دی.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه، د بنو پریس کلب کې بیړنۍ خبري غونډې په مهال د جرګې مشرانو وویل چې په هغه ورځ دوی د امنیت د ټینګښت او د ایپکس کمیټې ژمنو عملي کولو لپاره ورټول شوي ول. په دې غونډه کې قامي مشران او سیاسي ګوندونو ګډون کړی وو. د دوی په خبره، پولیسو تر جرګې وروسته په لاره کې عبدالصمد خان ونیولو.

په خبري غونډه کې د سوداګرو اتحادیې مشر ناصر بنګش وویل چې دوی قانوني غوښتنې مني، خو د جرګې پر مهال د پولیسو له خوا د دوی غړي نیول د پښتنو دودونو خلاف دي. بنګش زياته کړه چې د عبدالصمد راخوشي کولو لپاره به قانونې لار خپلوي.

عبدالصمد خان د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښانو څخه دی. هغه د سږ کال اکتوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي عدالت په نامه جرګې په جوړولو کې مهم رول لوبولی وو.

پښتون قامي عدالت د ډېسمبر پر ۲۸مه په خپله رسمي پاڼه د خان په نیولو اندېښنه ښوولې ده.

په بیان کې راغلي دي چې پولیسو لومړی خان ونیولو او بیا یې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ته سپارلی دی. د بیان ترمخه دا د پښتنو د ځپلو لپاره د استعماري یا ظالمانه کړنو یوه بېلګه ده. د دې په وینا، سي ټي ډي د حکومت لخوا د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي چې سیاسي مخالفین، د نظر بیانونکي، او د بشري حقونو فعالان پرې وځپي او وډار کړي.

تر دې مخکې د ۱۱ اکتوبر پښتون قامي جرګې پرضد مقدمه کې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ملک نصیر کوکيخیل او ملک سید اغا جان هم نیول شوي او زندان ته استول شوي دي. د جرګې په مشرانو د رياست ضد ويناوو تورونه دي چې دوي يې ردوي.

د بنو پولیس لاین یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د خپل نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې عبدالصمد د اکتوبر د ۱۱مې قامي جرګې پر غړو د جوړې شوې مقدمې په تړاو نیول شوی دی.

خو سي ټي ډي پولیسو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د بنو قامي جرګې مشرانو وویل چې عبدالصمد خان په خیبر کې د جرګې جوړولو پر سر جوړې مقدمه کې نیول شوی، چې دوی یې د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوي. دوی وویل که هغه خوشې نه شي نو د بنو ولس به احتجاجونه او پرلت پیل کړي.

XS
SM
MD
LG