د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) پاڼې ته ښه راغلاست.
په دې خپرونه کې مو ځوان سندرغاړی جاوېد امیرخېل مېلمه دی.
نوموړی وايي، دی د ځاځي اریوب ولسوالۍ دی خو چې کله کابل ته ولاړ نو سندرې ویل یې پیل کړل.
د ده په خبره، وخت چې تېرېده نو زده کړې یې هم پیل کړې.
امیرخېل وايي، د ده د کورنۍ مشکلات دومره ول چې ده دا تصور هم نه وو کړی چې سندرې به ووايي.
امیرخېل وايي، پلار یې د سندرو زښت مخالف وو خو چې د ده سندرې یې واورېدې او له موسیقۍ سره یې د ده مینه ولیده، نو بیا یې ورته اجازه ورکړه.
له نوموړي سره نورې خبرې او سندرې یې لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.