د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظفر اقرار وايي په سندرو کې د پښتنو خاورې روان حالات انځوروي


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په خپرونه کې مو له ځوان سندرغاړي ظفر اقرار سره خبرې کړې دي. دی وايي، تل یې هڅه کړې چې د خپلو سندرو لپاره معیاري شعر انتخاب کړي. د ده په خبره، غزل په پښتو موسیقۍ کې ښه راتلونکې لري او پښتانه نن سبا هم غزل اوري، خو سندرغاړي باید ښه شعر انتخاب کړي او په ویلو کې یې باید زیار وباسي.

اقرار وايي، د پښتنو پر خاوره روان حالات یې ځوروي او د دې حالاتو انځور په سندرو کې هم وړاندې کوي او دا چې موسیقي د پیغام رسولو ښه لار ده نو دی په ((اشارو، کنایو)) کې دا پیغام رسوي. د ده په خبره، د همدې له کبله له ځېنو مشکلاتو سره هم مخامخېږي.

له نوموړي سره نورې خبرې او د هغه سندرې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ظفر اقرار وايي په سندرو کې د پښتنو خاورې روان حالات انځوروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG