ملک محمدعمرخان وزیر له تېرو خواوشا دوه نیمو کلونو راهیسې د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې اوسیده او په ځنو حکومتي غونډو کې به يې د وزیرستان په اړه د پاکستان د حکومت پر دریځ نیوکې کولې.
نن د پنجشنبې په ورځ د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، ملک محمد عمر خان تېر ماسخوتن په اتو بجو په خپله حجره کې، چې د کور نه دباندې يې جوړه کړې وه،د نامالومو وسلوالو له لوري وژل شوی او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.
د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ له ملک محمد عمر خان سره یوه پخوانۍ مرکه: ((پاکستان به د وزیرستان له کډوالو بخښنه غواړي))
مبارز ځدراڼ زیاته کړه، پولیس او کشفي ارګانونه ډېر ژر د پېښې ځای ته د رسیدلي، خو تر اوسه د دې وژنې په تور څوک ندي نیول شوي.
مبارزمحمد ځدراڼ زیاته کړ:
((په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې تېره شپه اته بجې د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان په کېمپ کې چې هلته وزیرستاني کډوال اوسیږي، د ملک محمد عمر خان وزیر په نوم د وزیرو د قوم یو ډېر مخور مشر د نامالومو وسلوالو لخوا په خپل استوګنځي کې په شهادت رسیدلی، زموږ امنیتي او کشفي ادارو په هماغه وخت د پیښې ځای ته ځان رسولی پلټنې او تحقیقات يې پیل کړي، خو تر دې دمه يې په تور څوک ندي نیول شوي، ولې زموږ پلټنې او تحقیقات به جریان ولري.))
څو ورځې وړاندې ملک محمدعمر خان وزیر مشال راډیو سره په خبرو کې هم ویلي ول، چې دوی د پاکستان د شرطونو په رڼا کې خپلو سیمو ته نشي ستنیدلای.
نوموړي زیاته کړې وه:
((زه نه دهشتګرد یم، نه طالب یم، زه یو ملکي یم، مال، جایداد او کورونه مو هر څه هلته پېښوول، اوس زیاتی پاکستان وايي چې یو به داسې له خپل کور بل کور ته نه درومئ، بل به تجارت ازادانه نشئ کولای، ځکه چې زموږ خو تجارت افغانستان سره وو، بل طالبان چې د چا په خاوره کې دمه که وکړي، دا ذمه واره به په تاسو باندې وي، نو دې ذمه واری ته زما په ګډون غاړه نشو کېښودی.))
د یادونې وړ ده، یو کال وړاندې د کډوالو یو بل مشر ملک ممیدخان وزیر چې بنو ته تللی وو، د نامالومو موټرسایکل سورو لخوا د خپلو دوو زامنو سره یوځای ووژل شو، همدارنګه د حاجي جانان وزیر په نوم هم د کډوالو یو مشر د نامالومو وسله والو له لوري تښتول شوی وو، چې بیا د قومي مشرانو په هلو ځلو له څو ورځو بند وروسته بېرته خوشي شو.