د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د اوبو د سلو بندونو جوړول په پام کې دي


د سېشنبې پر ورځ یادې څرګندونې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په هغه ناسته کې وکړې، چې په مرکز ښرنه کې د یو سربند او او یوې ویالې د کار د پیل په موخه جوړه شوې وه.

یاد سربند او ویاله چې د کلیو پراخیتا ریاست په چوکاټ کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، د ښرنې اتیا زره جریبه ځکه به ورڅخه په دوامداره توګه خړوبیږي او پدې سره به د ښرنې د بزګرانو په کرنیز پیدا وار کې زیاتوالی راشي.

چارواکي وايي چې نوی جوړیدونکی سربند پنځوس متره او ویالې يې په دوو استقامتونو کې د ۳۰۰ مترو په اندازه اوږدوالۍ لري.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت مشال راډیو ته وايي، چې په راتلونکې کال کې د سلو نویو سربندونو او لویو ویالو د اساسي جوړولو پروګرام لري، چې په هغه کې د پلتو مهم بند هم شامل دی.

د پکتیکا والي زیاته کړه:

((په پکتیکا کې د راتلونکې کال لپاره سل بندونه پلان شوي دي او په ۱۹ مهمو بندونو کې زموږ د پلتو بند هم دی، دا نن چې کومه پروژه د کلیو پراختیا ادارې لخوا پلي کیږي، دا د سیمه والو لپاره ده، د دې ځای اوبه به چې تر کومه رسیدې، خو د ښرنې ځمکو ته يې کومه ګڼه نه رسوله، اوس به د دې سربند له برکته دا اوبه تنظیم شي، دا اوبه زموږ د ښرنې ځمکو ته پورته شي، نو د پڼې پر مهال به موږ خپلې ځمکې او پټي په خپلو اوبو خړوبوو.))

بل لوري ته قومي مشر کلا خان وايي، پخوا د ویالو په تړلو کې له ډېرو ستونزو او تاوانونو سره مخامخ ول. ده سره لدې چې دا پروژه ګټوره وبلله خو غوښتنه يې وکړه، کچیرې د پلتو ویالې ټول امتداد پوخ شي، نو ګټه به يې ټولو ښرنوالو ته ورسیږي.

کلاخان زیاتوي:

((موږ به د اوبو د راوستو پر مهال تراکتوران راوستل، ډبرې به مو ورته راوړې، خو چې بند به مو وتاړه، لا رسیدلي به نه وو، چې اوبو به بېرته راڅخه یووړ، اوسنی کار ښه دی خو که ټوله ویاله راته پخه شي او که موږ ته اساسي بند وتړل شي، بیا نو د ټول ولایت ګټه ده، د یو شخص ګټه نده.))

پکتیکا کې که څه هم پراخې صحراوې او هوارې ځمکې لري، خو د دوامداره اوبو د نشتون له کبله په ډېره لږه برخه يې موسمي غلې دانې کرل کیږي.

د کرنیزو چارو کار پوهان وايي، کچیرې افغان حکومت د پکتیکا د صحراوو ابادولو ته پاملرنه وکړي، نو د دې هېواد د غلو دانو او میوو د اړتیا یوه غوښنه برخه به له همدې ولایته ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG