د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مردان یې که د پکتیا؟


ارشد خان
ارشد خان

دا پوښتنه تر هغه وروسته له اتلس کلن ارشد خانه بیا بیا وشوه، کله چې یې چای پخولو یو عکس په ټولنیزه رسنیو کې مشهور شو.

د ارشد خان په ځواب نورو خو نه البته پښتنو سخت غبرګون وښود، چې ګنې ولې یې د دوی د خوښې ځواب ورنه کړ.

که څوک غریب وي نو سېر اوړه به ورنه کړي، خو که دغه کس روزګار ولري، ښه ژوند او د خوښې ځای ولري نو بیا زما او ستا دښمن دی.

یو کس چې سکول ته نه دی تللی، په بازار کې له وړوکوالي مزدوري کوي، پلار نیکه یې چېرته دومره وس لري چې اوولس ماشومان سکول ته بوځي، د نورو غوندې زدکړې پرې وکړي او بیا دغه دومره شيچې لکه د نورو، ستا او زما په غریبۍ پسې وخاندي، دا خو د هر چا د ژوند کیسه نه ده کنه.

نوبیا له داسې یو تنه دا تمه کول چې دی به یو ډېر ښه ځواب ورکړي، او بیا د پاکستان مطبوعاتو ته، چې پښتنو له دومره ځای ورکوي لکه په اوړو کې مالګه او هغه هم د لوړ بلډ پرېشر د مریض غوندې، او یا بیا کله کله دغه مالګه د پښتنو په زخمونو هم دوړوي، خو پښتانه بیا کله پر دې پوهېږي، چې دا خېمه یې کور راکړ او که په زخم مالګه وه.

هغه یوه ټپه ده چې وایې ....

یاره چې تا تا شم چاړه شم ـــ نور د خبرو چاله وار نه ورکوومه

د پاکستان مېډیا چې پښتنو ته شي نو چاړۍ شي، نو په داسې کې که چېرې یو پښتون زلمی د دغه مېډیا له لارې ښه ژوند ولري، نو د تازه دین کاکا او د رحمان ګل له کوره پرې څه ځي.

د حیرانتیا خبره دا هم ده چې پر داسې خبرو د افغانستان او پاکستان د پښتنو تر منځ په ټولنیزو رسنیو جګړې او ښکنځل هم پیل شي. یو خوا دغه مسله ده.

بلخوا چې کله اوس په پېښور کې د استاد خیال محمد اوونۍ لمانځل کېدله، نو تنظیمونکیو ته وویل شول، چې باید له افغانستانه هېڅوک را-نه شي. لکه ستا د مېلمستیا هغه دود هم ختموي.

هغه خلک چې د پښتنو پرمختګ او یا د دوی یو ځایکېدل پرې بد لګېږي دا هم هغه دي چې تا په مردان او پکتیا، او پېښور او کندهار کې وېشي، لر او بر کې دې تقسیموي، او هم په یو بل دې ختموي.

باید چې پښتانه په دې پوهه شي، او ځان له دې احساسه راوباسي چې زه د کندهار او یا پېښور یم نو ښه یماو ته د کوټې، چار سدې او یا د ننګرهار یې نو ښه نه یې.

تا به د دغه سیمې په لکونو داسې ځوانانو ته څنګه ښه ژوند ورکوې، چې فرض که پلار نیکه یې د کندهار یا پکتیکا دي، او اوس اوسي په صوابۍ او مردان کې.

او که نه ښه ژوند نه غواړې، ځان دې په تیارو کې خوښ دی، بچی دې دغسې خوښ دي چې که لور دې شپاړلس کلنه شوه، نو یو زوړ سړي ته به یې ورکړې خبره خلاصه، او زوی به دې لکه د ارشد خان غوندې په بازار کې مزدورۍ کوي، لکه چې هغه وویل په دغه بازار کې داسې هېڅ مزدوري نیشته چې ده نه ده کړې.

او که نه غواړې چې ته دې هم ازاد وګرځې، د خپلې سیمې اوبو ستا په ګټه شي، ستا بچي هم سکول ته ولاړ شي، ستا په سکولونو او حجرو بریدونه ونه شي، له خپل ګاوندي ورور سره په تورخم پوله بې له څه وېزې ولاړ راشې، او لکه د لاهور د فوډ سټرېټ غوندې په پېښور کې د خپل افغان ورور سره ټیکې وخورې، د هغه چا سره دوستي ولري چې ستا قدر کوي، او هغه چاته وفادار شي چې ستا د ولس وفادار وي، لنډه د سیاله سره سیال شې، نو بیا به لږه خواري کی او لږ فکر.

یاري د سیال سړي مزه که ـــــــــ ځان ته به ګوري ستا به ډېر قدر کوینه

XS
SM
MD
LG