د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اقتصادي راهداري ژغورل لویه ننګونه ده'


په بلوچستان کې له تېرو یوڅو مياشتو راهیسې د ترهګرۍ لويې پېښې رامنځ ته شوې، چې پکې په کوټه کې پر وکيلانو، پر پوليس روزنیز مرکز او په خضدار ضلعه کې پر يو مزار ځانمرګي بريدونه شامل دي.

په داسې حال کې چې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ لومړی مالبردار کاروان د پوځ تر سختې څارنې لاندې د بلوچستان ګودار بندر ته د نومبر په ديارلسمه نېټه ورسېد او له هغه ځايه به یې مالونه نورو هېوادونو ته لېږل کېږي، خو په هغه صوبه کې د نورو وختونو په نسبت ترهګريز بريدونه هم زيات شوي دي.

پوښتنه دا ده چې آيا د اقتصادي راهدارې لارې او د صوبې د اوسېدونکیو امنيت به تر څومره حده پورې ممکن وي، ځکه چې په هغه صوبه کې وسله والې ډلې او بېلتونغوښتونکي غورځنګونه څنګ په څنګ د بریدونو په کولو کې ښکېل دي.

په اسلام اباد کې د بلوچستان پر حالاتو ژور نظر لرونکی خبريال حامد مير وايي چې په هغه صوبه کې تر ۲۰۰۱م کال مخکې هم تحريکونه او مبارزي روانې وي خو دومره فعاله نه وې، خو د ۲۰۰۱م کال وروسته د هغې بڼه بدله شوه. حامد مير زياته کړه:

''په بلوچستان کې چې کومه ترهګري روانه ده، په هغه کې بلوڅ قامپرسته ګوندونه شامل نه دي، تر ۲۰۰۱م کال مخکې په بيلتونپالو ځورځنګونو کې د بلوڅانو کردار مضبوط او زيات وو. خو اوس چې کوم د ترهګرۍ پېښې او يا ځانمرګې بريدونه کېږي، د هغو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالي نه مني بلکې دا حملې داعش او يا لشکر جنګوي کوي.''

د حامد مير په خبره په موجوده وخت کې بلوڅ بيلتونپالیو مبارزه کمزورې ښکاري، خو ترهګرې ډلې زياتې فعاله دي.

بلخوا د دفاعي چارو کار پوه طلعت مسعود وايي چې په بلوچستان کې له افغانستان سره تړلې پوله د امنيت لپاره لويه ستونزه ده، او په دي کې امنيت ساتل ګرانه خبره ده. د دې پوښتني په ځواب کې د اقتصادي راهدارې قافلو امنيت زيات مهم دي او که د ولس. کارپوه طلعت مسعود وويل:

''زما په خيال ژوند زيات عزيز وي، په دې کې خو څه شک نشته، خو دا هم وګورئ چې ۱۰۰ فيصده امنيت هم ممکن نه دی. اوس داسې ښکاري چې دغه خلک هغه ځايونه په نښه کوي، چې امنيت یې کمزوری وي. خو په ځينو ځايونو کې امنيتي نیمګړتياوې هم موجودې دي. زما په اند د دې هر څه باوجود د اقتصادي راهدارۍ په پروژه به څه اغېز نه پرېوځي.''

کارپوه طلعت مسعود زياته کړه، چې پوځ د اقتصادي راهدارۍ امنيت خونديکولو لپاره ژمنتیا ښودلې.

په کوټه کې خبريال علي شاه وايي چې د اقتصادي راهدارې پروژه د بلوچستان صوبې لپاره ډېره مهمه ده، او د پخوا پرتله په ګوادر او مکران کې امنيت ښه شوی دی او د هغه ځای نقشه مکمله بدله شوې ده. علی شاه وويل چې په دا وروستيو کې د ترهګرۍ زیاتېدونکیو پېښو ولس اندېښمن کړی دی او له حکومته غواړي چې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره نور ګامونه پورته کړي.

بلخوا د بلوچستان اعلا وزیر وياند انوار لحق کاکړ وايي چې ځينې وسله والې ډلې نه غواړي چې د اقتصادي راهدارۍ پروژه سرته ورسېږي او پاکستان له افغانستان سره ښه اړيکي و نه لري.

''له امنیتي ادارو سره مو د اقتصادي راهدارۍ خوندیکولو په باب هراړخیزه خبرې کړې، او ډېر زر به په دې اړه بدلون ويني.''

د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي راهدارې کې بلوچستان تر ټولو مهمه صوبه ده چې پکې زياتي لارې له هغې صوبې نه تېرېږي خو کارپوهان وايي چې د حکومت لپاره د دغه لارې تحفظ يقيني کول تر ټولو لویه ننګونه یا چېلنج دی.

XS
SM
MD
LG