د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالان چا ترۍ تم کړل؟ څوک به یې راخلاصوي؟


په اسلام اباد کې د ترۍ تم کړل شویو کسانو په حق کې مظاهره
په اسلام اباد کې د ترۍ تم کړل شویو کسانو په حق کې مظاهره

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان او لیکوالان وایي باید حکومتي ادارې د تښتول شویو بلاګ لیکونکیو د خوشې کولو مسئلې ته پوره پام وکړي، او داسې مسئلې دې د قانوني لارو نه هوارې کړي.

پاکستاني مطبوعات لیکي پر دغو کسانو د مذهب د سپکاوي تورونه هم لګول شوي دي، خو د بشري حقونو ادارې بیا وایي باید ریاستي ادارې دغه مسئله د عدالت او قانون د لارې هواره کړي.

په پاکستان کې په روان کال کې تر اوسه پنځه بلاګ لیکونکي او د مدنې ټولنې فعالان لادرکه کړل شوي دي. په ورته ډول یو شمېر فیس بک پاڼې هم بندې کړل شوې دي.

خبریال امتیاز عالم وایي پخوا هم داسې وه، خو اوس د خلکو لادرکه کېدل او یا پر دوی د چاپو وهلو خبرې زیاتې رپوټ کیږي.

« دا عمل ښکاره کوي چې ځینې قوتونه د ولس غږ خاموشه کول غواړي، د ریاست یوه اداره داسې څوک نشي اوچتولی، که پر دوی داسې څه خبره وي نو باید په عدالت کې پرې کیس وچلیږي، او په قانوني توګه دغه کار وشي.»

امتیاز عالم زیاتوي، داسې ویل کیږي چې ترۍ تم کړل شویو کسانو د مذهب سپکاوی کړی دې، خو موږ وایو چې پر چا دې د مذهب د سپکاوي دروغونه ونه تړل شي.

په پاکستاني مطبوعاتو کې بلاګ لیکونکي لیکي چې ځینې فیس بک پاڼې لکه بهېنسا او روشني هم نه یواځي بندې کړل شوي دي، بلکې د ځینو فیس بک پاڼو لکه بهینسا چلونکي هم په دغو لادرکه کړل شویو کسانو کې شامل دي.

بلاګ لیکونکی عدنان خان کاکړ وایي د مدنې ټولنو د فعالانو او لیکوالانو لادرکه کیدو سره به په پاکستان کې جمهوریت، د اظهار ازادۍ او په ټولنه کې زغم ته زیان رسیږي.

« دا کوم بلاګرز چې غایب کړل شوي دي، لومړی خو دا نه معلومیږي چې دوی اوس چرته او په کوم حال دي؟ او ایا د دوی د دغو ویب پاڼو سره څه تعلق هم شته که نه دا تش تورونه دي؟ خو دا یوه خبره ده چېله دې سره به په ټولنه کې د توندروۍ خلاف غږ خاموشه کړل شي، او توندروي به خپریږي. »

د ډيجيټل رايټس په نامه پر انټرنيټ د بيان د ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې مشره نګهت داد وایي د ځینو فیس بک پاڼو د چلونکو او بلاګرز لادرکه کول د ولس غږ خاموشه کول دي:

« د پاکستان د ټیلي کمیونیکیشن ادارې خو تل داسې کړي چې دوی څه هم غواړي بندولی یي شي، او چې څه هم د دوی په نظر کې سپکاوی وي، بلاک کولی یي شي، د پاکستان قانون هم چارواکو ته دا اختیار ورکوي چې د چا هم غواړي څارنه یي کولی شي، او په دغو کې دوی ته د عدالت د حکم ضرورت هم نشته. »

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان د حکومت نه غوښتنه کوي چې د دوی د لادرکه کړل شوو ملګرو د خوشې کولو لپاره دې زر تر زره جدي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG