د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه وايي چې د ډيورنډ کرښې پر دواړو غاړو مېشتو شينوارو لپاره یې بې له وېزو د تګ راتګ انتظام کړی دی.
د تورخم پوليټيکل تحصيلدار شمس الاسلام د یکشنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې د نورو خلکو لپاره به د وېزې شرط د پخوا په څېر دوام ولري.
نوموړی زیاتوي:
« د لنډي کوتل خلک په شناختي کارت افغانستان ته تلی شي. د افغانستان د شینوارو لپاره د راهدارۍ د کارتونو پروژه ده. هغوی تر شپږو میاشتو د راهدارۍ د کارتونو په وجه تورخم ته د کار او روزګار لپاره راتلی شي.»
د پاکستان حکومت دریځ خپل کړی چې په تورخم کې يې د امنيتي وجوهاتو له کبله د سختي ډيره کړې او له خلکو اسناد غواړي، خو د خيبر ايجنسۍ کاروباريانو مشال ريډيو ته ويلي چې د دې پاليسۍ له وجې يې روزګار خراب شوی دی.
د لواړګي یو اوسیدونکی عطاالله وايي اوس تورخم د پخوا په څېر له بیروبار او ژونده ډک نه ښکاري.
« هرڅه متاثره شوي، هوټلې بندې شوې دي، تنورونه بند شوي، زموږ کاروبار یې بلکل خراب کړی دی. »
د خېبر د لواړګي او تورخم خلک وايي حکومت له پکار دي چې د تورخم پر پوله نرمي راولي، ځکه چې د خلکو ژوند او رزق ورسره تړلی دی. دغه خلک وايي په یاده سیمه کې نه کارخانې شته او نه هم د روزګار کومه بله ذریعه او د تورخم پوله هم اوس شاړه پرته ده چې له وجې یې دوی اریان دریان ګرځی.
محدنبي له تورخمه پېښور ته د ټیکسي موټر چلوي. هغه وايي پخوا به هره ورځ په زرګونه خلک له افغانستانه پېښور ته تلل راتلل، خو اوس چې هغه لړۍ ودرېدلې، دوی هم اغېزمن شوي دي.
« مخکې به مو چې دوه زره بچت کولو اوس زر روپۍ هم نه شو کولی. موږ وایو لاره دې خلاصه شي چې زموږ کار ورسره روان شي.»
پاکستان د ۲۰۱۶ م کال له جون میاشتې راهیسې د تورخم پر پوله سختي زیاته کړې او دریځ یې خپل کړی چې دوی د امنیتي ملحوظاتو له کبله یواځې اسناد لرونکیو کسانو ته د تورخم په پوله د تګ راتګ اجازه ورکوي.