د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د مذهب سپکاوي قانون کې دې بدلون راوستل شي"


په افغانستان او پاکستان کې خلک د مشال خان په یاد ډېوې بلوي.
په افغانستان او پاکستان کې خلک د مشال خان په یاد ډېوې بلوي.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د زده کونکي مشال خان د وژنې وروسته یو ځل بیا پر دې بحث پیل شوی دی چې د پاکستان د مذهب د سپکاوي په قانون کې دې بدلون راوستل شي.

د ایشیا د بشري حقونو کمیشن په پاکستان غږ کړی چې د هېواد د مذهب سپکاوي قانون دې یا خو په مکمله ختم کړل شي او یا دې ترې ځینې متنازعه شقونه لرې کړل شي.

د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف د سټینډنګ کمیټۍ چیرمېن چودري محمود بشیر وایي دوی داسې څه اراده نه لري چې دغه قانون کې څه بدلون وکړي.

« دا وخت خو په دغه قانون کې د بدلون هېڅ امکان نشته، موږ دا ګڼو چې هیڅوک هم د یو مذهب د سپکاوي حق نه لري. خو د دې مطلب دا هم نه دی چې څوک دې قانون په خپل لاس کې واخلي، که چاته څه اعتراض وي نو پولیس شته، عدالتونه هم شته، مقدمه دې درج کړي .»

که څه هم د پاکستان قامي اسمبلۍ د مشال خان وژنه په سختو ټکو غندلې ده، او په پېښه کې یې ککړو کسانو ته د سختو سزاګانو ورکولو غوښتنه کړې ده، خو قانون پوهه افتخار ګیلاني وایي په پارلمان کې د مذهب سپکاوي قانون د ختمولو کار پیلیدل به په موجوده وخت کې ممکنه نه وي.

« ماحول اوس ډېر خراب شوی دی، حکومت به ونه کړل شي چې دغه قانون ختم کړي، د جنرال ضیا الحق نه پس ټولنه په وروستو روانه ده، اوس انتخابات هم رانږدې دي نو زه داسې څه نه وینم. »

بلخوا خبریال فصیح ذکا وایي داسې څه سیاسي هلې ځلې نه ښکاري چې ګینې په دغه قانون کې به څه بدلون وشي خو دومره ځای جوړ شو، چې څوک په دروغه په چا د مذهب سپکاوي تور ولګوي نو باید چې د سختې سزا سره مخامخ شي، او اوس پر دې بحث هم پیل شوی دی.

په چترال کې هم د تیرې جمعې په ورځ په یو تن د مذهب سپکاوي تور لګیدو وروسته خلکو د هغه وهل ټکول پیل کړ، خو وروسته د جمات امام هغه پولیسو ته حواله کړ، چې په اړه یې داسې راپورونه هم دي هغه یو لیونی و.

د پيښور هایې کورټ یو وکیل شهاب خټک وایي ښه خبره دا ده چې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون او په دې اړه په چا په تور لګولو اوس یو بحث پیل شو.

« اوس علماوو هم دا ضرورت محسوس کړی دی چې باید پر دې خبرې وشي، دا وخت د علماو ، ځوانانو، قانون پوهانو او د مدنې ټولنو غړو لخوا پر دې مسئله خبرې پیل شوې دي. »

د اپریل په ۱۳مه د مردان د عبدالولي خان پوهنتون زده کونکی مشال خان د بلوګرو لخوا د وهلو ټکولو وروسته ووژل شو. پولیس وایي په هغه د مذهب د سپکاوي هیڅ ثبوت نه دی ترلاسه شوی. د مشال خان د وژنې خلاف په ټول هېواد کې لا هم مظاهرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG