د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان کورنۍ او د پېښې ګواهانو لپاره د امنيت غوښتنه شوې


د مشال خان پلار محمد اقبال او وکيل خواجه اظهر
د مشال خان پلار محمد اقبال او وکيل خواجه اظهر

د اپرېل پر ديارلسمه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار محمد اقبال نن اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د هغه زوی د وژلو هڅوونکي لا هم نه دې نيول شوي. د هغه په وينا پوليس دې ټول تورن کسان ونيسي.

په سپريم کورټ کې د مشال د وژنې کېس د اورېدنې وروستو محمداقبال او د هغه وکيلانو خبريالانو ته وويل چې دوی له عدالتي کاروايي څخه مطمين دي او غواړي چې د نورو زده کوونکو د راتلونکې بچ کولو لپاره دا کېس يو مثال شي.

د اپريل په ۱۳ تاريخ د عبدالولي خان پوهنتون ځينو زده کوونکو خپل پوهنتونوال، مشال خان په دې تور تر وهلو ټکولو وروسته وواژه چې د مذهب سپکاوی یې کړی. پوليسو تر پلټنو وروسته دا تورونه بې ځایه بللي او وايي هيڅوک د چا د وژلو حق نه لري.

پر مشال خان د پوليسو او انتظاميې په شتون کې له سهره تر ماسپښينه تشدد روان وو. له دې ټولوبايد پوښتنې وشي

د مشال خان پلار محمداقبال وکيل خواجه اظهر نن خبريالانو ته وويل چې د عبدالولي خان پوهنتون استاذ ضياالله همدرد د دې پېښې ګواه دی خو هغه ته خطر دی. نوموړي زياته کړه: ((د همدرد امنيت بايد خوندي شي. که هغه خوندي شي نو عدالت کې ګواهي ورکولی او د کاروايي برخه جوړيدلی شي.))

په سپريم کورټ کې د مشال د وژنې کېس د اورېدنې وروسته له مشال ريډيو سره د خبرو پر وخت محمد اقبال وويل چې دوی د چيف جسټس مننه کوي چې دا پېښه يې په خپله په پام کې ونيوله خو نوموړي زياته کړه چې سحر له لسو بجو څخه تر ماسپښين درې بجو په پوهنتون کې د مشال د وژنې پېښه په داسې حال کې کېږي چې هلته پوليس وو، امنيتي ادارې وې او د انتظاميې خلک هم موجود وو نو ځکه غواړي چې له دغه خلکو هم پلټنې وشي.

محمد اقبال په عدالت کې د پوليسو په کردار هم نيوکې وکړي. د نوموړي وکيل خواجه اظهر عدالت ته ويلي چې د مشال خان خوېندې اوس په کلي کې زده کړې نه شي کولی او امنيتي ستونزې لري نو ځکه دې د هغوی لپاره د تعليم سهولت برابرولو په خاطر عدالت يو حکم ورکړي.

د مشال خان پلار وايي د لوڼو د تعليم لپاره د هغوی ژوند خوندي کول ضروري دی
د مشال خان پلار وايي د لوڼو د تعليم لپاره د هغوی ژوند خوندي کول ضروري دی

په دې اړه محمد اقبال وويل: ((دا د امن خبره ده. دا لوی زيان دی چې لوڼې مې د ورپېښ خطر له وجې تعليم نه شي کولی. مونږ د عدم تشدد باچاخان د لارې خلک يو خو دلته خبره په امن کې د اوسېدو ده.))

په سپريم کورټ کې د چارشنبې په ورځ د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ د مشال خان د وژنې د کېس اورېدنه وکړه او د مشال خان د پلار ترڅنګ د هغه وکيلان خواجه اظهر او سليم خان هم موجود وو. د دې تر څنګ د مردان پوليسو مشر عالم شينواری هم عدالت کې موجود وو او د هغوی په وينا چې د ګل په ورځ يې په عدالت کې راپور جمع کړی دی.

په دغه راپور کې ويل شوي چې تر دې دمه ۵۳ ملزمان نيول شوي دي. په دغه راپور کې د پوليسو له خوا دا دعوه هم شوې چې يو مرکزي ملزم عمران نيول شوی دی.

عدالت د دې کېس نوره اورېدنه د درې اوونيو لپاره وځنډوله.

د مشال خان مور: زما د کور مشال یې ډېر په بې رحمۍ سره وژلی دی

"زما د کور مشال یې ډېر په بې رحمۍ سره وژلی دی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:33 0:00

XS
SM
MD
LG