د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا پارليماني استازو له ولسمشره د اصلاحاتو غوښتنه کړې


د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن
د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن

په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ د پارلیمان ګډې غونډې ته د ولسمشر ممنون حسېن د وینا پر وخت د قبایلي سیمو ځينو پارليماني غړيو په لاسونو کې لوحې اخيستې وې چې پر لیکلي وو، قبایلو ته دې خپل حقونه ورکړل شي.

له مشال راډیو سره په اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر حاجي شاه جي ګل مشال راډيو ته وویل چې دوی به دا احتجاج تر هغه روان ساتي ترڅو چې قبایلي سیمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې شوې نه وي. د نوموړي په وینا دوی احتجاج رېکارډ کړ او د دوی لویه بريا دا ده چې په تاریخ کې په لومړې ځل په پارليمان کې داسې لوحې چا پورته کړې چې پرې لیک وو، موږ هم پاکستانیان یو موږ ته هم د پاکستانیانو په شان حقونه راکړئ. د نوموړي په وينا د دوی دویمه بريا دا ده چې ټولې حکومت مخالفې ډلې له دوی سره په دې غوښتنه کې اوږه په اوږه ولاړې وې.

له باجوړ اېجنسۍ نه د حکومتي ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین په دې اړه مشال راډيو ته وویل چې دوی له څلورو کلونو راهيسې په پارليمان کې د قبایلو د حقونو لپاره جنګېږي او تر څو چې هغوی ته خپل حق نه وي ورکړل شوی تر هغه به دوی نه په قلاره نه کيني خو د نوموړي په خبره د دې لپاره بايد د قبایلي سیمو ټول استازي یو موټی شي.

د دې ترڅنګ د قبایلي سیمو لهاستازو سره نورو سیاسي ګوندونو هم په احتجاج کې برخه واخيسته. پر دې مهال د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو مشال راډيو ته وويل چې ولسمشر د فاټا اجرايوي رييس دی او د ده په قلم باندې فاټا په خېبرپښتونخوا کې ضم کېدای شي نو ولسمشر ته پکار ده چې دا اقدام وکړي.

پر دې سربېره د جماعت اسلامي مشر سراج الحق مشال راډیو ته وویل چې ګوند يې له اولې ورځې په قبايلي سيمو کې د رايج قانون (اېف سي ار) پر ضد دی او غواړي چې قبایلو ته هم د نور پاکستان په شان حقونه ورکړل شي.

د فاټا ځينو نورو پارليماني غړیو وويل چې له روژې میاشتې وروسته به په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کوي چې ټول سیاسي ګوندونه به ورسره ملګري وي

د فاټا اصلاحاتو په اړه د دوو ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام (ف) ډلې دریځ دا دی چې د سرتاج عزیز په مشرۍ فاټا اصلاحاتي کمېټۍ اييني حېثيت نه لري. د دوی په وينا د فاټا د راتلونکې په اړه هره پرېکړه دې د فاټا ولس په خوښه وکړل شي.

XS
SM
MD
LG