د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهب سپکاوي تور: د فېسبوک یوه کاروونکي ته د مرګ سزا اورول شوې


په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عدالت یو شیعه وګړي ته په دې تور د مرګ سزا اورولې ده چې ګواکې پر فیسبوک یې د اسلام سپکاوی کړی دی.

د پنجاب صوبې د بهاولپور محکمې قاضي شبیر احمد د خالي په ورځ دېرش کلن تېمور رضا ته دغه سزا واووله. محکمې په خپله پرېکړه کې ويلي دي چې رضا په ۲۰۱۶ م کال کې د سني مسلمانانو مذهبي مشرانو او د اسلام د پېغمبر مېرمنو ته پر فېسبوک سپکاوی کړی و.

په پاکستان کې قوانینو پر هغو کسانو چې خداي، اسلام او مذهبي شخصیتونو ته سپکاوي کوي،د مرګ د حکم اجازه ورکړې ده.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي چې پاکستان په ۲۰۱۶ م کال کې لږ تر لږه لس مسلمانان او پینځه غیر مسلمه کسان، اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولي وو.

دا لومړی وار دی چې پاکستان کې محکمه یو چا ته په دې تور د مرګ سزا اوروي چې ګواکې پر ټولنیزو رسنیو یې اسلامي مقدساتو ته یې سپکاوی کړی دی.

تیمور رضا چې د پنجاب د اوکاړې سیمې اوسیدونکی دی، د پنجاب د محکمې دغه پرېکړه په هايي کورټ یا ستره محکمه کې ننګولای شي.

XS
SM
MD
LG