د بلوچستان سره تعلق لرونکو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند د سينيټ غړو تور لګولی چې د چين-پاک اقتصادي راهدارۍ ‘سيپېک‘لوېدیزې لارې لپاره په بلوچستان کې تر دې دمه نه خو ځمکه اخېستل شوې او نه ورله په بجټ کې پېسېمنظورې کړل شوې دي.
خو په پاکستان کې د سيپېک د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک د مغربي لارې د منصوبو د ځنډ يا نيشتوالي خبرونه ردوي او وايي چې په مغربي لار کار روان دی او يوشمېر منصوبې به له ختیزې لارېهم وړاندې سر ته ورسي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سينيټ غړي عثمان کاکړ د سه شنبې/ نهې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې په تېر بجټ کې دوی وفاقي حکومت ته ويلي ول چې له ډېره اسماعيل خانتر ژوبه د منصوبې لپاره او له ژوبه تر کوټې دې شل شل اربه روپۍ ورکړل شي. له ډېره اسماعيل خانه تر ژوبه ټوله خرچه شاوخوا ۷۵ اربه روپۍ او له ژوبه تر کوټې ۵۳ اربه روپۍ خرچه راځي خو دوي يواځې پينځه اربه روپۍ کېښودي دي. له دې پېسو پرته نوموړی وايي چې دا منصوبه لا منظوره شوې هم نه ده.
"له ژوبه تر کچلاکه يواځې د ځمکې نرخ دوولس ديارلس اربه روپۍ دی هغه هم لا تر دې دمه نه دی شوی. داسې ښکاري چې دوي به په دوه کاله کې ځمکه واخلي، په درېم کال به پرې کار پېل کړي او که نه د ۷۵ اربه روپو منصوبه وي او دوي ورته يواځې پينځه اربه روپۍ ورکوي نو داسې خو به دا منصوبه ۱۷کاله واخلي "
د عثمان کاکړ په وينا چې په شرقي لاره کار روان دی کوم چې به د ۲۰۱۸م پورې سر ته ورسي خو پر مغربي لار د بل کال پورې هم کار نه شي پېل کېدلی.
نوموړي زياته کړه چې د سينيټ د مالي چارو کميټۍ له بجټ وړاندې دا پرېکړه کړې وه چې د ډېره اسماعيل خان نه تر ژوب لارې لپاره دې شل اربه روپۍ او د ژوب نه تر کوټې پورې دې شل اربه روپۍ مختص کړل شي.
د چين پاک اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې د رېل نوی نظام جوړل هم يوه برخه ده.
عثمان کاکړ وايي چې سينيټ په ګډه سره دا پرېکړه کړې وه چې د ۲۰۱۷، ۱۸م په بجټ کې دې د ژوب بوستان، ټانک، ډېره اسماعيل خان او تر کوهاټه دې۱۵ اربه روپۍ کېښودل شي خو په بجټ کې دغه هم نه دي شاملې کړې شوي.
د چين پاک اقتصادي راهدارۍ لپاره د سينيټ د قايمه کيمټۍ غړي داوداچکزي د مغربي لار او په هغې د روان کار په اړه مشال رېډيو ته وويل چې دوي په خپله دغه لار ته تللي خو تر دې ورته هېڅ داسې کومې نخښې په نظر نه دي راغلي چې دوي ووايي په دې لار کار روان دی.
" په سي پېک کې موږ هغه څه ګورو چې د چين په مرسته په پاکستان کې جوړېږي. په هم دې لړ کې په سړکونو کې يواځې د ملتان سکهر موټروی جوړېږي نور دې څوک په مغربي لار کې کومه موټروی څوک موږ ته راوښايي"
د توانايۍ د منصوبو په اړه عثمان کاکړ وويل چې پاکستان دا وخت ۲۰ زره مېګاواټه بجلي پېدا کوي او د سي پېک د لارې به ۱۶۵۰۰ مېګاواټه بجلي پېدا کېږي چې لګښت يې شاخوا ۳۵ اربه روپۍ دی خو په دغه منصوبه کې پر مغربي لار د بجلۍ يوه منصوبه هم نه لګول کېږي.
"سينيټ په ګډه سره دا پرېکړه کړې وه چې په غربي لار او خصوصي توګه بلوچستان کې به د ۱۰۰۰ مېګاواټه بجلۍ منصوبې دوي په سږکال بجټ کې شاملې کړي. که هغه د لمر وي که د ګېس، کويلې يا د هوا. خو له بده مرغه اوس داسې ښکاري چې مرکزي حکومت د سينيټ د سپارښتنو باوجود هم نه غواړي چې دا منصوبې ورکړي"
عثمان کاکړ او داود اچکزي دواړو دعوه وکړه چې پر غربي لاره يواځې عام سړونه جوړېږي خو د موټروی کومه منصوبه په دې لار نه جوړېږي او کوم سړک چې به جوړول کېږي د هغې لپاره لا هم ځمکه نه ده اخستل شوې.
دا ټولې دعوې او خبرونه مرکزي حکومت ردوي او په پاکستان کې د سي پېک يا چين پاک اقتصادي راهدارۍ د مطبوعاتي څانګې مشر شوکت خټک نن د چارشنبې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د مغربي لار يو شمېر منصوبې داسې دي چې د ۲۰۱۸م د جون پورې به سر ته ورسي. په دغه منصوبو کې د هکله نه تر ډېره اسماعيل خان ۲۸۵ کلوميټره موټروی باندې کار روان دی او د ډېره اسماعيل خان نه تر ژوبه ۲۱۰ کلوميټره موټروی د منصوبې منظوري ايکنيک (قامي معاشي کونسل) ورکړې ده د کومې وروستو چې چين ته د خرچو خواست شوی او ډېر ژر به په دې هم کار پېل کړل شي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې مغربي لار وجود لري يا نه، شوکت خټک وايي چې لکه څنګه په ټول ګونديزه غونډه کې حکومت لوظ کړی وو په سي پېک منصوبه کې په هغه ټولو منصوبو کار روان دی. په شرقي لار کې يواځې په ملتان سکهر موټروی کار کېږي نو په مغربي لار کې به هکله ډېره اسماعيل خان لار د مشرقي لار د منصوبو نه وړاندې سر ته ورسي.